Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ماشومانو لپاره د نهه اعشاریه یو مېلیون مرستې سند لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت چارواکو د یونېسف په همکارۍ له جاپان سره د ماشومانو په برخه کې د نهه اعشاریه یو مېلیو ډالرو پر ارزښت د مرستې سند لاسلیک کړ.

د عامې روغتیا چارواکي وايي دا مرسته به د یونېسف له لارې د افغان ماشومانو لپاره د واکسین کولو په برخه کې ولګېږي.

د ماشومانو د ملاتړ د نړۍوال صندوق استازی ادیل خضر ویلي، په دې مرسته کېدای شي، چې لس مېلیونه ماشومان واکسین شي او د دوه اعشاریه اته مېلیونه نه زیاتو حامله مېرمنو لپاره خدمات برابر کړل شي.

هغه وویل: «نن د جاپان د خلکو او دولت په سخاوتمندانه مرسته یونېسیف کولی شي چې د یو اعشاریه څلور مېلیونه نویو زېږېدلو او له پنځه کلنۍ کم عمره ماشومانو لپاره پنځه ډوله واکسین تطبیق کړي او له دوه اعشاریه اته مېلیونه زیاتو حامله میندو لپاره هم خدمات برابر کړي، په دې مرسته موږ کولی شو چې له لس مېلیونه د زیاتو ماشومانو د پولیو ناروغۍ د مخنیوي لپاره هغوی واکسین کړو.»

په همدې حال کې د عامې روغتیا وزیر د زېږون پر مهال د میندو د مړینې شمېرو کې د کموالي خبره کوي او وايي، په دې برخه کې یې لا نورې هڅې هم روانې دي.

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وایي:« د میندو او ماشومانو مړینې په زرو کې ۱۹۹ وه چې اوس دا شمېر په زرو کې ۵۵ ته را ټیټ شوی جګړې او ناامنیو ته په کټو سره دا یو ښه پر مختګ دی، خو په زره کې ۵۵ شمېر بیا هم جدي پاملرنې ته اړتیا لري، که امنیت او ټیکاو رامنځته شي دا شمېر به زرو کې ۱۰ ته ورسېږي.»

جاپان د افغانستان لپاره هغه مرستندوی هېواد دی چې د سفیر د وینا له مخې یې تر دې دمه له ۲۰۰۱ کال راهیسې شپږ اعشاریه شپږ مېلیارده ډالره د افغانستان په روغتیايي، پراختیايي، پوهنیز سیسټم، زیربناو او امنیت لګولي دي.

شریک یي کړئ