Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د محمد علم درې لارې نیول او د طالبانو د مواصلاتي لارو تړل کېدل

په کندوز کې پوځي چارواکي وایي، د دولتي ځواکونو د عملیاتو په لړ کې د دشت ارچي ولسوالۍ مهمې سیمې د طالبانو له شته‎والي پاکه شوې او اوس په کې خلک عادي ژوند کوي.

په کندز کې د پوځ د لومړۍ لوا د دویم کنډک سرپرست وایي، د محب الله غونډۍ په نوم سیمه او محمد علم درې لارې، په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو مهمې اډې وې، چې اوس د دولتي ځواکونو په اداره کې دي او له دې سره د طالبانو مواصلاتي لارې هم تړل شوي دي.

په ورته وخت کې د دشت ارچي ولسوالۍ اوسېدونکي، له حکومته غواړي چې دلته دې په پوره توګه سوله ټینګه کړي.

د کندز دشت ارچي پایښت د امنیتي ځواکونو د خوځښت له څرنګوالي سره تړاو لري.

خو په لومړیو کې پوځيان باید لس کلي د طالبانو له شتون پاک کړي ترڅو خپلې موخې ته ورسېږي.

د امنیتي ځواکونه دغو موخو ته رسېدل له ځان سره زیانونه هم لري ځکه د پوځي عملیاتو پر وړاندې لوی خنډونه ماینونه دي.

داسې ښکار چې طالبان هم حاضر نه دي په اسانۍ سره دغه اډې له لاسه ورکړي. دغو ځواکونو له یوې اوونۍ ډېره موده جګړه وکړه خو بالاخره خپلې موخې ته ورسېدل، اوس د محب الله غونډۍ او د محمد علم سه‎ راهي د دولتي ځواکونو په ولکه کې ده.

د کندز د لومړنۍ لوا د دویم کنډک سرپرست حامد سیفي وویل:«موږ د محمد علم سه‎راهي او د محب الله غونډۍ سیمې ولکه کړې، له حکومت او مرستندویه بنسټونو څخه زموږ غوښتنه دا ده، بې وزلو ولسي وګړو ته چې د جګړې په دواړو کرښو کې دي بیړنۍ مرستې برابرې کړي.»

اوس په دشت ارچي کې ژوند لږ څه عادي شوی او د دې سیمې اوسېدونکي څه ناڅه له جګړې ارامه شوي دي.

په دشت ارچي کې چلوونکي عبدالله وویل:«اوس د جګړې کرښه لاندې تللې او موږ غواړو چې زموږ په سیمه کې جګړه نه وي ترڅو په ارامۍ کې ژوند وکړو.»

په دشت ارچي کې هټۍ وال محمد څرګنده کړه:«اوس چې جګړه له دې ځایه ګډه شوې د ژوند او پېر پلور سیمه پراخه شوې او موږ غواړو چې دا سیمې خوندي وساتل شي.»

خو پوځيان وايي، چې دغه پوځي عملیات به دوام پيداکړي.

دغه پوځیانو نه شي کولای چې په یادو لارو ټول شته ګواښه له منځه یوسي، ځکه د دې ستونزې هواری یو څه وخت ته اړتیالري.

شریک یي کړئ