Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مخابراتو پخواني وزیر عبدالرزاق وحیدي استیناف محکمه

عبدالرزاق وحیدي چې په وري میاشت کې د اداري فساد له درنو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز په یوه غیابي محکمه کې مجرم پېژندل شوی و، د شنبې په ورځ (د چنګاښ په ۲۹ مه)د محکمې دوهمې ناستې ته حاضر شو. 

ښاغلی وحیدي چې له دې مخکې د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ د وزیر په توګه د دندې پرمهال پر هغه د لګول شویو تورونو له امله محاکمه شوی و، دا ځل د هغه څه له امله چې د خپلې دندې په وخت کې د هغه له صلاحیتونو ناسمه استفاده بلل کېږي له څو نورو کسانو سره په لومړی محکمه کې مجرم پېژندل شوی دی.

په دې اړه د استیناف محکمې ناستې څو ساعته دوام وکړ او په داسې حال کې چې تمه کېده د شنبې له غرمې وروسته د محکمې پرېکړه اعلان شي دا کار د کاري ساعت د پای ته رسېدو له امله د یکشنبې سهار ته وځنډول شو.

له دې مخکې عبدالرزاق وحیدي د خپل وزارت پرمهال د مېلیونونه افغانیو په حیف او میل  تورن و او ولسمشر غني هغه د دغو تورونو په تړاو د مخابراتو له وزارته ګوښه کړ.

خو تېر کال د مرغومې په میاشت کې، هغه د دغې قضیې په تړاو د وزیرانو له ځانګړې محکمې سپين ختلی و.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه