د مخابراتو او ټکنالوژۍ پخوانی وزیر د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی او د څرخي پله بندخونې ته استول شوی دی.
لویه څارنوالۍ وايي چې ښاغلی وحیدي مالیې وزارت کې د ماموریت پر مهال له خپل واکه د ناوړې استفادې له امله مجرم پېژندل شوی او په درې کاله بند محکوم شوی دی.
ښاغلی وحیدي، له دې مخکې د مخابراتو وزیر او د مالیې وزارت مرستیال و.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وايي ښاغلی وحیدي په یوې غیابي محاکمه کې مجرم پېژندل شوی دی.
د لویې څارنوالۍ په وینا، اوه تنه نور له هغې ډلې د سکوکو د مطبعې پخوانی رییس عزیزالدین شمس او د مالیې وزارت یو پخوانی مرستیال قاهر حیدري، په دغې دوسیه کې مجرم پېژندل شوي او هغوی له دوه تر څلورو کلونو په بند محکوم شوي دي.
عبدالرزاق وحیدي کله چې د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزیر و، د مېلیونونو افغانیو په تالاترغۍ تورن و. او ولسمشر غني هغه له همدې امله له دندې ګوښه کړ، خو د تېر کال په مرغومې میاشت کې، د وزیرانو د ځانګړې محکمې څخه سپین ختلی و.