د پوهنې وزارت د یکشنبې په ورځ (د کب په ۵مه) د اسلامي تعلیماتو ۱،۹ مېلیون ټوکه کتابونو چاپ کورنیو تړوني (قرادادي) شرکتونو ته ورکړ.
د پوهنې وزارت سرپرست میرویس بلخي د دغه تړون د لاسلیک په مراسمو کې وویل چې ټاکل شوې دا کتابونه په ۱۰۷ عنوانونو او د څلورو میاشتو په اوږدو کې چاپ شي.
د دغه تړون پر بنسټ، دا کتابونه د ۱۷۱ زره او ۷۰۰ افغانیو په لګښت به چاپ شي.
ښاغلي بلخي زیاته کړه چې دمګړۍ د اسلامي تعلیماتو مدرسې لږ تر لږه دولس مېلیون ټوکو کتابونو ته اړتیا لري، خو د پوهنې وزارت د بودیجې د کموالي له امله د هغه لږ برخه چاپولای شي.
په همدې حال کې د «سرور سعادت» چاپي شرکت مسوولین وايي چې د چاپ په برخه کې د کورنیو چاپخونو ظرفیت لوړ دی او اړتیا ده چې حکومت په دې برخه کې د پانګوالو د ملاتړ په موخه، د چاپ تړونونه کورنیو شرکتونو ته ورکړي.
د پوهنې وزارت د شمېرو له مخې، دمګړۍ د هېواد په ګوټ ګوټ کې کابو ۴۰۰ زره تنه په ۱۲۰۰ مدرسو کې په اسلامي زده کړو بوخت دي.