Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د مذهبي ازادۍ په تړاو رپوټ کې پر افغان شعیه‎ګانو بریدونه ته اشاره

په نړۍ کې د مذهبي ازادۍ په تړاو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کلني رپوټ کې د تېرو کلونو په لړ کې د افغانستان پر شیعه‎ګانو بریدونو ته هم اشاره شوې ده.

په دغه رپوټ کې ویل شوي د افغانستان پر شیعه ګانو ډېری بریدونه د داعشیانو لخوا شوي دي.

اخوا افغان حکومت وايي د ټولو افغانانو او په ځانګړي ډول د شیعه افغانانو د امنیت ساتلو لپاره یو شمېر پروګرامونه ترلاس لاندې لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دغه کلني رپوټ کې د نورو هېوادونو سربېره په افغانستان کې د بېلابېلو مذهبي ډلو له ګواښ اندېښنه ښودل شوې ده.

د دغه رپوټ پر بنسټ په وروستیو څو لسیزو کې هندوان، مسیحیان او سیکهان هم په افغانستان کې له ګواښونو سره مخ وي او نه شي کولای په ښکاره او ازادانه ډول خپل مذهبي مراسم ترسره کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وايي:« مذهبي نړیوالې خپلواکۍ ته درناوی او د هغوی ساتنه د ټرمپ د ادارې یو لومړیتوب دی څرنګه چې د امریکا په امنیتي کړنلاره کې هم دغه اصل ډېر په زړه پورې والی لري.»

دغه راز، د افغان حکومت امنیتي بنسټونو هم د هیواد والو امنیت خوندیتوب لپاره ځينې پروګرامونه لرل.

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل څرګنده وي:«افغان حکومت د ټولو هېوادوالو د امنیت د خوندتابه لپاره کار کوي. په مشخصه توګه، پر هغو ډلو ډېر تمرکز دی چې په افغانستان کې له ګواښ سره مخ دي.»

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وویل:«هغه څه چې زموږ په وس کې دي، د امنیت د تامین لپاره یې اقدام کوو. طبعاً په هغو سیمو کې چې زیانمنوونکي دي، موږ یو لړ اقدامات تر لاس لاندې لرو.»

د کابل په خیر خانه کې د امام زمان پر جومات برید، د الزهرا پر جومات برید سربېره د هرات په بکر اباد کې د اهل تشیع پر جومات ترهګریز برید له هغو بریدونو دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ورته اشاره کړې ده.

په دغو بریدونو کې چې په ۲۰۱۷ کال کې رامنځته شوي دي شاوخوا ۱۵۰کسانو په‎کې ژوند بایللی او ۲۵۰ نور ټپیان شوي دي.

دې رپوټ کې راغلي په وروستیو کلونو کې پر اهل تشیع ورځ تر بلې مرګوني خونړي بریدنه د داعش وسله‎والو لخوا شوي دي.

شریک یي کړئ