Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د مسعود د تلین لمانځل؛ د هوايي ډزو په اړه د هېوادوالو نیوکې

د وږي د اتلسمې نېټې د ویرجنو تر نامه لاندې موټري کاروانونو د مجاهدینو د دورې د بیرغونو له پورته کولو سره د کابل ښار په سړکونو تګ او هوايي ډزې وکړې.

دغه کاروانونه په ځينو سړکونو له امنیتي ځواکونو سره ښکېل شول او په دغو نښتو کې ځينې ووژل شول او ځينې هم ټپيان شول.

هغه کورنۍ چې په دغو ډزو کې یې یو زوی وژل شوی پر حکومت نیوکه کوي او وايي چې حکومت د بې نظمیو او ګډوډیو په مخنیوي کې بې وسې دی.

د ډزو غږ چې ښايي تر ارګ او سپیدار ماڼیو هم ورسېږي، دا کاروانونه چې ځانونه د احمد شاه مسعود د تلین ویرجن ګڼي د کابل په یو شمېر واټونو کې یې د ډزو په کولو تګ راتګ وکړ.

په دغو موټرو کې سپورو کسانو له خپلو ټولو امکاناتو کار اخیستی دی.

اخوا بیا د شهید احمدشاه مسعود بنسټ د دغو کاروانونو سپرۍ د ځان نه ګڼي.

د احمد شاه مسعود یو پلوی محمد غیاث وویل:«دا د لنډغرو اولاد دي. د اوباشو اولاد دي.»

د دغو کسانو په ډزو کې یو شمېر کسان هم ووژل شول، زلمی یو له هغو کسانو دی ورور یې په دغو ډزو کې وژل شوی او د وزیر محمداکبر خان روغتون ته وړل شوی د خپل ورور په مړینه اوښکې تویوي.

د وژل شوی کس ورور زلمی وايي:«د میدان په سړک کې د خپل ملګري په موټر کې ناست و، زه چې راغلم د وزیراکبرخان په ۱۵ سړک کې ورور مې دننه په موټر کې په وینو ککړ پروت و، خو اوس یې ګوتې پرې تړلې دي.»

په دغو ډزو کې سرتیری محمد نور هم وژلی شوی، د دغه سرتېري د کورنۍ غړي وايي څلور کاله مخکې د دې پوځي زوی په بدخشان ولایت کې له طالبانو سره په جګړه کې ووژل شو.

د وژل شوي سرتېري زوی میر احمد وویل:«شهید خو ولاړ خو دوی نور خلک شهیدان وي.»

د وژل شوي سرتیري له خپلوانو محمد رفیق څرګندوي:«موټر رنګ وي وسله په لاس خلک ځورونه کوي، فکر نه کوم چې د مسعود روح دې خوشحاله شي.»

د دغو کسانو په ډزو کې د وزیر محمد اکبرخان پر سړک یو شمېر پلورنځیو او دفترونو ته هم زیان رسېدلی دی.

له بلخوا د امنیتي ځواکونو په تصویرونو کې لیدل کېږي چې د دغو کاروانونو یو شمېر موټرچلوونکي وهي ټکوي.

خو د احمد شاه مسعود زوی وايي دا کاروانونه د دوی نه دي او له امنیتي ځواکونو غواړي له هغو کسانو سره قانوني چلند وکړي چې په ښار کې ګډوډي رامنځته کوي.

احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود وايي:«د خلکو په استازیتوب او د ټولو عزیزانو او حسیني ویرجنو په استازیتوب دا اعلان وم چې دا کار په هېڅ ډول زموږ د تایید وړ نه دی.»

اخوا یو شمېر ځوانانو د مقاومت د څلي په مخکې د ګلانو په ايښودلو سره له دغو وسله والو کاروانونو سره یې مخالفت اعلان کړ.

ملي دفاع وزارت وايي د دې پېښې په تړاو شپږ نامسووله وسله‎وال او همداراز دېرش موټر چې په ناقانونه توګه رنګ شوي وو نیول شوي دي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه