د افغان حکومت یو پلاوی او د سولې عالي شورا یو استازی د مسکو د ناستې د اجندا په اړه د بحث لپاره روسیې ته تللي دي.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، که تللی پلاوی د روسیې له حکومت سره هوکړې ته ورسېږي نو د سولې د ناستې د نېټې په اړه به پرېکړه ونیول شي.
د سولې د عالي شورا د دارالانشا رییس محمداکرم خپلواک او د بهرنیو چارو وزارت د اداري چارو رییس نصیراحمد اندیشه د هغه پلاوي غړي دي چې په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه له روسي چارواکو د خبرو لپاره د چهارشنبې په ورځ روسیې ته تللي دي.
اخوا افغان حکومت د افغانانو په مشرۍ له طالبانو سره پر خبرو ټینګار کوي.
د بهرنیو چارو وزاریت ویاند صبغت احمدي په دې اړه وویل:«نن خبرې اترې روانې دي هغو موردونو او جزییاتو ته چې اړتیا ده افغان حکومت رسېدنه وکړي پرې بحث کېږي ترڅو موږ په مسکو کې د بلې غوندې پر څرګنوالي هوګړې ته ورسېږو.»
د سولې عالي شورا ویاند محمد احسان طاهري هم څرګنده کړه:«روسیه د نړۍ او سیمې د یوه زبر ځواک هېواد په توګه نن هر ګام چې غواړي پورته کړي د افغانستان د سولې په بهیر کې د افغانستان د خلکو او د افغانستان د سولې عالي شورا غږ د افغانستان د سولې په بهیر کې د مدیر او منځګړي په توګه واوري.»
که څه هم د روسیې حکومت وایي طالبان به هم د مسکو په ناسته کې ګډون وکړي خو د سیاسي چارو کارپوهان وايي د طالبانو استازي به د مسکو په ناسته کې برخه وانهخلي.
د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده وايي:«هغه مذاکرې چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ شوي بې پایلې به وي، په هغه صورت کې چې د مسکو مذاکرات وشي د هغې پایلې ته هیلهمن نه یوو، تر هغې چې څرګنده نه شي امریکایان په افغانستان کې پاتې کېږي او که درومي.»
ټاکل شوې وه د مسکو ناسته د سپتمبر په څلورمه جوړه شي، روسیې دغې غونډې ته د طالبانو او همداراز دولسو هېوادونو استازي وربللي و خو له هغې وروسته چې افغان حکومت په دغه ناسته کې له ګډونه ډډه وکړه مسکو د کابل په غوښتنه د دې غونډې جوړېدل وځنډول.
د افغانستان د ژغورنې سیاسي بهیر مشر سید اکبر آغا وویل:«هغه غونډې چې افغان حکومت یې جوړې کړي او یا په هغو غونډو کې افغان حکومت ګډون وکړي فکر نه کوم چې طالبان دې په هغو کې ګډون وکړي.»
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د وږي په پنځمه نېټه له ولسمشر غني سره په تماس کې د مسکو ناستې د ځنډېدو خبر ورکړ.
ولسمشرۍ دفتر په هغه وخت کې وویل ټاکل شوې دا ناسته د افغان حکومت او روسیې په مدیریت ترسره شي.