Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د مسکو غونډې ګډون کوونکی پلاوی: له ملي ارزښتونو څخه به دفاع وکړو

د مسکو غونډې ګډونکی پلاوی، دغه ناسته د بین الافغاني خبرو اترو د پیل لپاره یو مهم او ارزښتناکه ګام بولي.

د مسکو غونډې د ګډونکي پلاوي په خبرپاڼه کې چې نن یکشنبې (د سلواغې په ۱۴ مه نېټې) د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر له خوا خپره شوې، راغلي دي چې دغه پلاوی«له شخصیتونو، د افغانستان د سیاسي ګوندونو او بهیرونو» څخه جوړ شوی دی او په روسیه کې د مېشتو افغانانو د ټولنې له خوا دغې غونډې ته بلل شوي دی.

ټاکل شوې ده چې د مسکو غونډه، د روانې اوونۍ د سې‎شنبې او چهارشنبې په ورځو د افغانستان د ځینو سیاستوالو او د طالبانو د لوړپوړو مشرانو له حضور سره جوړه شي.

که‎څه هم په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي، چې کوم کسان د مسکو غونډې د پلاوي په ترکیب کې دي، خو له دې مخکې سرچینو ویلي وو چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د پخواني ولسمشر مرستیال محمد یونس قانوني، د ملي امنیت پخوانی سلاکار محمد حنیف اتمر، د جمعیت اسلامي ګوند مشرتابه غړي عطامحمد نور او محمد اسماعیل خان، د وحدت اسلامي ګوند مشر، د محاذ ملي ګوند مشر سیدحامد ګیلاني، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي یو غړی، د طالبانو پخوانی غړی عبدالسلام ضعیف او د صبغت الله مجددي زوی دبیح الله مجددي دغې غونډې ته بلل شوي دی.

په دغې غونډه کې افغان حکومت ته بلنه نه ده ورکړل شوې او د سولې عالي شورا چې د مسکو مخکنۍ غونډه ته یې استازی استولی وو هم وايي چې دغې غونډې ته نه دي بلل شوي او په دغې غونډه کې به د دوی استازی ګډون ونه کړي.

د مسکو غونډه کې ګډون کوونکي پلاوي د حکومت له مشرانو غوښتي چې خپل استازي دغې غونډې ته واستوي:«موږ د افغانستان د اسلامي جمهوري حکومت له مشرانو غواړو څو د خپلو باصلاحیته استازو له ګډون سره هېواد کې سراسري او تلپاتې سولې ته د رسېدو په برخه کې خپله ونډه ادا کړي.» 

دغه پلاوي ویلي چې ټاکل شوې ده د مسکو په ناسته کې پر لاندنیو موردونو ټینګار وکړي.

۱-د اسلامي جمهوري نظام ساتنه او پیاوړتیا

۲-افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور

۳-له اسلامي او ملي ارزښتونو پيروي

۴-د ولسواکه پياوړي مرکزي حکومت پر ساتنې ټینګار

۵-د ملي یووالي او ټولنیز عدالت ټینګښت

۶-دیني او ملي ارزښتونو ته په پام سره، د پرمختللې نړۍ له معیارونو او پالیسیو سره همغږي.

۷- د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د سولې بهیر کې د امریکا له هڅو ملاتړ

۸-د بین الافغاني خبرو اترو له پیل سره هم مهاله پر اوربند ټینګار

۹- په افغانستان کې د جګړې د پای لپاره د بین الافغاني مذاکراتو پر دوام ټینګار

۱۰-په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو د ګواښونو او لاسوهنې له نشتوالي ډاډ

۱۱-د افغانستان له خاورې نړیوالۍ ټولنې ته د نه ګواښ ډاډ

۱۲-هېواد کې د پایدارې سولې پر تامین او حصول ټينګار

۱۳- د افغان سولې د ملاتړ په پار د سیمه‎ییزې او نړیوالې سیاسي اجماع د رامنځته کېدو په درشل کې د روسیې او ټولو سیمه‎ییزو هېوادونو د فډراسیون هڅونه

په درې وروستیو میاشتو کې، دا به دویم ځل وي چې مسکو به د افغان سولې په هلکه کوربتوب وکړي. د مسکو لومړنۍ غونډه چې په هغې کې هم د افغان حکومت استازو حضور نه درلود، د روان کال د لړم په میاشت کې جوړه شوې وه. په دغې ناسته کې، طالب استازو، لس سیمه‎ییز هېوادونو او امریکا ګډون کړی وو. طالبانو په دغې غونډه کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو رسمي غوښتنه وکړه. 

شریک یي کړئ