د مصالحې د مشرتابه شورا کاري ډلې به د چهارشنبې په ورځ (د ورځي په ۲۱مه)له طالبانو سره د خبرو مرکچي پلاوی نوملړ، د دې پلاوي واکونو، د سولې په خبرو اترو کې د افغانستان د سرو کرښو او همدارنګه د هغه پلاوي د ترکيب په اړه چې قطر ته درومي په بشپړه توګه روښانه کړي.
د دې شورا یو غړي وايي، چې ټاکل شوې د دغې شورا په ترکیب کې ښځو ته ډېره ونډه ورکړل شي.
د مصالحې د رهبرۍ شورا غړې حبیبه سرابي په دې اړه وايي:«موږ پنځه تنه هڅه کوو، څو د مصالحې شورا په مشرتابه کې ډېرو ښځو ته ونډه ورکړو.»
خو لاهم له طالبانو سره د امریکا د خبرو جزییات روښانه شوي نه دي. تر دې چې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې له زلمي خلیلزاد څخه غوښتي چې ژر تر ژردې، دې کمېټې ته حاضر شي.
جرګې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دې کمېټې ته د خلیلزاد د استولو په برخه کې په ناغېړۍ تورن کړی دی.
د دې لیک په یوه برخه کې راغلي: «هغه مهال چې مایک پومپیو د مارچ په میاشت کې دې کمېټې ته راغی، د دې کمېټې غړي په افغانستان کې د امریکا د سیاسي تګلارې په اړه د توضیحاتو لپاره دې زلمي خلیلزاد حاضر شي. خو د امریکا د کانګرس په وړاندې د بهرني سیاست په اړه د بهرنیو چارو وزارت په کړنو کې د روڼتیا نشتون ، د منلو نه دی او دا کار د بهرنیو چارو کمېټې د قانوني څارنيزو مسوولیتونو د کار مخنیوي لامل شوی دی.
د افغانستان د ملي پیوستون نهضت ګوند ريیس سید اسحاق ګیلاني وايي:«دا نیوکه یوازې کانګرس نه، بلکې هغه افغانان چې د افغانستان په سیاسي مسایلو کې شامل دي، ټول دا ګله لري چې هېڅوک د دغو خبرو اترو له جزییاتو خبر نه دي.»
په داسې حال کې چې د حکومت استازي او سیاستوالان د قطر غونډې لپاره په چمتووالي بوخت دي، ځینې حکومتي سرچینې بیا د لویې مشورتي جرګې له ځنډېدو خبر ورکوي. خو د لویې جرګې د ترسراوي کمېسیون دا څرګندونې ردوي.
د لویې مشورتي جرګې د جوړېدو کمېسیون ویاند سید علي کاظمي څرګندوي:«نه! دا چې د لویې مشورتي جرګې د ترسراوي چمتووالی نیول شوی، ټاکنې هم ترسره شوي او د ولسوالیو کابو ۶۰ سلنه کارونه بشپړ شوي دي.»
ټاکل شوې ده چې په قطر کې د حکومتي استازو سربېره سیاستوالان له طالبانو سره د یوه چتر لاندې کېني. که څه هم طالبانو ویلي، غونډه کې به یوازې د ګډونوال نظر د افغانانو له ادرسه وي، خو حکومت وايي، استازي به یې له حکومتي ادرسه وغږېږي.