Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ملا برادر خوشي کېدل به د سولې پر بهیر څه اغېز ولري؟

پخوانی لوړپوړی طالب چارواکی ملا عبدالغني برادر پرون (چهارشنبه، د لړم دویمه) په پاکستان کې له زندانه خوشي شو. 

هغه چې د ملا محمد عمر مرستیال پاتې شوی، د طالبانو له بنسټګرو بلل کېږي او خلاصون يې بېلابېل غبرګونونه را پارولي دي. 

سیاسي شنونکی نظر محمد مطمئن وايي، ملا بردار په طالبانو کې پخوا هم رول درلود او اوس يې هم خلاصون پر روان وضعیت بې اغېزې نه پاتې کېږي.

مطمئین وايي، د دې طالب چارواکي له زندانه خوشي کېدل د طالبانو دایمي غوښتنه وه او په وینا يې دا د سولې لپاره د طالبانو، امریکا او نورو هېوادونو حسن نیت په ډاګه کوي. 

هغه طلوع‌نیوز ته وویل: « پاکستان یا د فشار په نتېجه کې، یا له طالبانو سره د امریکا او طالبانو تر منځ د حسن نیت په اړه باندې ملا برادر خوشي کړ، زه فکر کوم دا د سولې لپاره حسین نیت د امریکا، طالب او د نورو هېوادونو ښيي.»

خو په ورته وخت کې ځينې سیاستوال د سولې د هڅو په اړه د ملا عبدالغني برادر خوشي کېدل چندان اغېزمن نه بولي. 

د احمد شاه مسعود بنسټ مشر احمد ولي مسعود وايي: « تر اوسه پاکستان پر دې نه دی راضي شوی چې له خپلې پخوانۍ ستراتېژي لاس واخلي او د هغه[ملا بردار] ازادول یوازې د جګړې د اوږدېدو په مانا دي، همدارنګه چې د جنرال رازق شهادت د جګړې د ادامې اعلام دی، د ملا برادر خوشي کېدل هم د جګړې اوږدېدل دي، »

خو د مشرانو جرګې پخوانی غړی امان الله عظمي. بیا د ملا برارد خوشي کېدلو ته په مثبته سترګه ګوري او وايي که افغانستان ته راوستل شي، د سولې په برخه کې به مثبت رول ولري.

هغه وايي: «که ملا بردار افغانستان ته راولي، په دې کې به هیڅ شک نه وي، چې دی د سولې په بهیر کې مثبت رول لوبولی شي، ځکه دی بندي هم د سولې و.»

حکومت او سولې عالي شوار رسماً په دې اړه کوم دریځ نه دی څرګند کړی، خو اجراییه ریاست وايي د امریکا هڅو ته يې هیله ډېره شوې ده. 

د دې ریاست د ویاند مرستیال امید مثیم طلوع‌نیوز ته وايي: «هغه هڅې چې امریکا په دې وروستیو کې پخپلو کړنلارو کې داخلې کړې، موږ هیله لرو، چې د پایلې د تر لاسه کولو پورې دا هڅې دوام وکړي.»

ملا عبدالغني برادر چې د طالبانو له بنسټګرو څخه دی، په ۲۰۱۱ز کال پاکستاني پوځيانو ونیو او اته کاله يې د هغه هېواد په زندان کې تېر کړل. 

طالبانو نن پنجشنبه (د لړم درېیمه ) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ملا برادر د خلاصېدلو تایید وکړ. 

ملا عبدالغني برادر چې د ملا محمد عمر مرستیال پاتې شوی، د طالبانو له بنسټګرو بلل کېږي او خلاصون يې بېلابېل غبرګونونه را پارولي دي. 

شریک یي کړئ