Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ملي اردو چاڼيزو عملیاتو کې ۳۸ ترهګرو وژل کېدل

د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره نن(یک‎شنبې د کب۲۷مه) په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د هېواد په بیلابیلو سیمو کې د ۳۸ ترهګرو له وژل کېدو خبر ورکوي.

خبرپاڼه وړاندې وايي چې د ملي اردو دې چاڼیزو عملیاتو کې ۱۴ ترهګر ټپیان شوي هم دي.

یاده مرګ ژوبله ترهګرو ته په غزني، ننګرهار، ارزګان، بلخ او میدان وردګو ولایتونو کې اوښتې ده او افغان ځواکونو یو شمېر وسلې هم ترلاسه کړي دي.

د تېرو څلورویشتو ساعتونو په اوږدو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو او هوایي بریدونو په پایله کې ۵۱ ترهګر وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت زیاتوي چې د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د طالبانو قومندان، ملا صلاح هم وژل شوی دی.

خبرپاڼې د افغان ځواکونو ته احتمالي اوښتي زیان په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ملي دفاع وزارت تائيدوي چې د افغان ځواکونو په پوځي عملیاتو کې د طالبانو سیمه‎ييز قومندان، ملاصلاح هم وژل شوی دی

شریک یي کړئ