Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ملي امنیتي ټپي سرتېرو ګواښ؛ د میدان وردګو غچ به واخلو

د ملي امنیت هغه افسران او سرتېري چې د دوشنبې په ورځ (د سلواغې په لومړنۍ نېټې) میدان وردګو کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې ټپیان شوي ګواښ کوي چې د خپلو همکارانو د وینې غچ به واخلي.

د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ طالبانو په میدان وردګو ولایت کې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو پر یوه روزنیز مرکز برید وکړ چې په پایله کې یې د دغه مرکز ۳۷ تنه ځواکونه مړه او په لسګونه نور ټپيان شول.

اوس د دغې پېښې ټپیان، چې کابل کې د ملي امنیت په روغتون کې تر درملنې لاندې دي دي وايي چې هېڅ امنیتي خنډ به یې د کار د مخه ونه نیسي او له درمنلې وروسته به بېرته خپلو دندو ته ستانه شي.

یو له دغو ټپيانو نورعلم دی چې په دغه برید کې ټپي شوی. هغه چې د لغمان ولایت اوسېدونکی دی وايي چې په دغه مرکز کې په زده کړو بوخت وو چې دا پېښه رامنځته شوه.

هغه خپل د سترګو حال داسې بیانوي:«بریدګرو د پولیسو د ځانګړو ځواکونو جامې اغوستې وې. کله چې قراول ته نږدې شول، له چاودېدونکو توکو ډک موټر (هاموې) ته چاودنه ورکړه؛ د ودانۍ چت راولوېد او موږ ټول تر خاورې لاندې شوو. ما په ډېرې ستونزې سره ځان بل ځای ته ورسوه.»

نور علم زیاته کړه :«ما بریدګر ولیدل. هغوی د ځانګړو قطعو ځواکونو جامې اغوستې وې او په ډزو یې لاس پورې کړ او ما هم پر هغوی ډزې وکړې، د هغوی یو مې وواژه. انشاالله کله چې روغ شوم، بېرته به پوځي جامې واغوندم او له وطنه به دفاع وکړم.»

د ملي امنیت بل سرتېری عبدالرووف هم وايي:«طالبانو ته ګواښ کوو چې د خپلې او د خپلو همکارانو د وینې غچ به در نه واخلم.»

د دوشنبې په ورځ پنځه وسله‌والو طالبانو په دوو بریدونو کې د میدان ښار دننه د ملي امنیت د ځواکونو یو روزنیز مرکز په نښه کړ. په دې بریدونوکې لسګونه تنه افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته.

هغه انځورنه چې د طلوع نیوز خبریال له دغه برید وروسته واخیستل، د دې ښودونه کوي چې د دغه روزنیز مرکز ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده.

شریک یي کړئ