Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ملي امنیت رییس له استیضاح سره د ځينو استازو مخالفت

په داسې حال کې چې ټاکل شوې وه د چهارشنبې په ورځ، د ملي امنیت عمومي رییس د ولسي جرګې له خوا استیضاح شي، د ولسي جرګې ځينې غړي وايي چې د دغه کار لپاره د ولسي جرګې د لومړي مرستیال له استازو په ناقانونه توګه لاسلیکونه راغونډ شوي دي او هغوی نه پرېږدي چې د ملي امنیت عمومي رییس استیضاح شي.

موده وړاندې، د ولسي جرګې غړو د هغه څه له امله چې د ترهګریزو بریدونو په مخنیوي او د امنیتي ګواښونو په زیاتوالي کې د معصوم ستانکزي ناتواني او نه کارنده ګي وبلله او پرېکړه یې وکړه چې د لاسلیکونو له راغونډولو سره هغه استیضاح کړي.

خو ځینو استازو د ولسي جرګې د شنبې ورځې په غونډه کې له دغې پرېکړې سره مخالفت وکړ.

د ولسي جرګې غړی محمد نذیر احمدزی په دې اړه وايي:«د رییسانو کمېټه هر ډول چې وي یوه مسله وباسي او پر ځای یې د استیضاح مسله دننه کوي.»

د ولسي جرګې بل غړی میرویس یاسیني هم زیاتوي:«استیضاح یو اصل دی، خو په هغه ډول چې همایون (د ولسي جرګې لومړی مرستیال) جوړه کړې نه، دا اصل موږ نه منو.»

دغه راز، هغو وکیلانو چې د ملي امنیت عمومي رییس د استیضاح پاڼه يې لاسلیک کړې خپل کار په بشپړه توګه قانوني بولي.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون څرګنده کړه:«هغه کسان چې د (ستانکزي) پلویان دي هغوی له ما سره عقده لري، د دې لپاره چې ما د اساسي قانون او کورنۍ دندې اصول پر ځای کړي دي.»

د ولسي جرګې غړی ظاهر قدیر هم په دې اړه وویل:«دا چې ناقانونه د دولت او حکومت اوامرو ملاتړ کوئ دا له خلکو استازیتوب دی.»

د ولسي جرګې رییس د ملي امنیت لوی رییس معصوم ستانکزي د استیضاح په اړه راغونډ شوي لاسلیکونه قانوني بولي.

د ولسي جرګې رییس عبدالرو ابراهیمي څرګنده کړه:«پنځوس تنه استازي د چا نوکران نه دي! د افغانستان د خلکو استازو همدلته لاسلیک کړی او د رییسانو کمېټې ته یې وړی دی.»

له دې مخکې ولسي جرګې د ملي امنیت عمومي رییس په خپلو کارونو کې په بې غورۍ تورن کړی وو هغه څه چې ښاغلی ستانکزي يي رده وي.

د ملي امنیت عموي رییس د استیضاح د څرنګوالي موضوع په ولسي جرګه کې غبرګونونه راپارولي او د دغې جرګې استازي یې په دوه ډلو وېشلي دي.

شریک یي کړئ