د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل، ادعا کوي چې د ټاکنو د جعلي کارټونو د چاپ ماشینونه د کابل ښار د وزیر اکبرخان په سیمه کې د هغو کسانو په کورونو کې ځای پر ځای شوي وو چې دمګړۍ هم د ملي یووالي حکومت کارکوونکي دي.
ښاغلي نبیل د دوشنبې په ورځ د طلوع نیوز په سیاه او سفید خپرونه کې وویل چې هغه، هغه مهال د هېواد د ملي امنیت رییس وه چې په دې اړه یې پخواني ولسمشر حامد کرزي ته رپوټ ورکړی وه.
ښاغلي نبیل په دې اړه څرګنده کړه:«په وزیر اکبرخان کې د کارټونو د چاپ ماشینونه د لوړپوړو کسانو له خوا کېښودل شول او د هغو کسانو کورونو ته ولېږدول شول چې دمګړۍ په حکومت کې هر کاره دي او لاسوهنه کوي.»
ښاغلي نبیل دې پوښتنې ته په ځواب کې چې ولې یې هغه کسان ونه نیول، وویل:«ما نه یوازې دا بلکې ټول مسایل مې پخواني ولسمشر (حامد کرزي) وویل، د ملي امنیت سلاکار (رینګن دادفر سپنتا) چې فکر کوم سپنتا په خپل کتاب کې هم راوړي دي، د ملي امنیت شورا ته چې په هغه وخت کې د کورنیو چارو وزیر عمر داوودزی وه، د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس (یوسف نورستاني) ته رپوټ ورکړ مو باید د دندیز واک له مخې دغه رپوټ ورکړی وای خو د مداخلې حق مو نه درلود او نه هم د پرېکړه کوونکي وو.»
هغه همدارنګه ادعا وکړه چې د ۲۰۱۴ زیږدیز کال د ولسمشریزو ټاکنو په کمپاین کې حتا جعلي ډالر وکارول شول او همدارنګه له ځینو سره د وار له مخې تړونونه ژمنې هم وشوې.
هغه په ډاګه کړه:«زموږ په ټاکنیزو سیالیو کې استخباراتي پیسې ولګول شوې، د خلکو جایدادونه وپېرل شول او حتا وار له مخکې تړونونه ورکړل شول.»
د دغې خپرونې په اوږدو کې ښاغلي نبیل همدارنګه د ۲۰۰۴ او ۲۰۰۹ زیږدیز کلونو ټاکنو ته هم اشاره وکړه او وې ویل چې د ۲۰۰۴ زیږدیز کال ټاکنې نسبتاً ښې وې خو د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ زیږدیز کلونو په ټاکنو کې ستونزې زیاتې وې.
ښاغلي نبیل وویل:«د هغو مالوماتو له مخې چې زه یې لرم د پخواني ولسمشر (کرزي) او د ۲۰۱۴ کال د یوه نوماند ترمنځ یوه هوکړه وشوه چې راتلونکی نوماند به تاسې یاست او د هغه پر بنسټ ځينې ملي پروسې د ځمکنې امنیت د لېږد پروسه رامنځته شوه. دا پروسه په بشپړه توګه یوه کمپایني پروسه وه، هغه پروسه نه د کوم تحلیل له مخکې رامنځته شوې وه او نه هم د کومې لاسته راوړنې پر بنسټ، کهچېرې کومه لاسته راوړنه وه اوس به موږ د نورو بهرنیو ځواکونو راتګ ته اړ نه وو.»