Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ملي پوځ لسګونه ځواکونه له دوو میاشتو راهیسې ارزګان کې کلابند دي

په ملي شورا کې د اروزګان ولایت یو شمېر استازي د دې ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې له دوو میاشتو راهیسې د طالبانو له لوري د دولتي ځواکونو له کلابندۍ خبر ورکوي. او وايي چې حکومت د هغوی د ژغورنې لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی.

دغه استازي وايي چې د ارزګان ولایت له مرکز ترینګوټ ښار سره د خاص ارزګان ولسوالۍ د تګ راتګ لارې هم له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دي.

دوی همدارنګه زیاتوي، امنیتي ځواکونه په دې ولسوالۍ کې وسلو او خوراکي توکو ته سخته اړتیا لري.

په ولسي جرګه کې د اروزګان د خلکو استازی عبیدالله بارکزی وايي:«دوه میاشتې کېږي چې هلته د ملي پوځ اډه او لږ پولیس چې پاتې دي، داسې سخت کلابند دي چې حتا د خوړلو ډوډۍ هم نه‎لري. په ډېر بد حال کې دي او حکومت رسېدنه نه‎شي کولای او هلته به یوه غمیزه رامنځته شي.»

اخوا په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د ملي اردو یو شمېر ځواکونو له طلوع نیوز سره په تېلیفوني اړیکه کې وايي، له مودو راهیسې د طالبانو له لوري کلابند دي.

په کلابندۍ کې ښکېل د ملي پوځ سرتېری فضل وايي:«قول اردو، لوا او هر ځای ته چې زنګ وهو هېڅوک موږ ته اکمالات نه کوي.»

د ملي پوځ بل کلابند شوی سرتیری ممتاز زیاتوي:«ویل یې هم ښه نه دي؛ نه وچه ډوډۍ لرو، نه اړو لرو او نه هم ورېجې! دلته هېڅ شی نشته.»

دغه ځواکونه وايي، د دوی ډېری ملګري ان له یوه کال راهیسې په دې نه دي بریالي شوي ترڅو خپلې کورنۍ ویني.

د ملي پوځ سرتېری طاهر څرګندوي:«دېخوا ته د موټر لاره نشته او موږ هم له وېرې بهر کېدی نه شو، کله چې وځو پر موږ ډزې کوي. دلته وضعیت ډېر خراب دی او هېڅوک زموږ پوښتنه نه کوي.»

د خاص اروزګان ولسوالۍ د اروزګان ولایت له ناامنه ولسوالیو ده چې د زابل له دایچوپان ولسوالۍ او د غزني ولایت له ځینو سیمو سره ګډه پوله لري. او همداراز له مرکز ترینکوټ سره د دې ولسوالۍ د تګ راتګ لارې له لوړو امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

په مشرانو جرګه کې د اروزګان د خلکو استازی حنیف حنیفي وايي:«هغه ټلېفوني اړیکه چې تاسو ته شوې، دا وقعیت دی! په دې پښه کې هېڅ شک نه وینوو؛ هغوی هم کلابند دي او هم وږي دي.»

هڅه مو وکړه ترڅو په دې اړه د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د ویاندویانو نظرونه هم ترلاسه کړو خو ونه توانېدو.

خو هغه اعلامیه چې د ملي دفاع وزارت د شنبې په  ورځ رسنیو ته لېږلې په کې د خاص اروزګان ولسوالۍ په اړه هیڅ هم نه دي ویل شوي.

دا لومړی ځل نه دی چې د جګړو په ډګر کې دولتي ځواکونه د چارواکو د کم کاریواو د مرستې نه سېدو له امله شکایت کوي.

د ملي پوځ دغو ځواکونو له طلوع نیوز سره په ټلېفوني اړیکه کې ویلي چې له دوی سره ګمانډويي ځواکونه او پولیس هم شته.

شریک یي کړئ