Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ملي پوځ ۳۰ سلنه هوايي جګړه د«سوپر ټکانو» الوتکو په واسطه کېږي

په افغانستان کې د «اې ۲۹ یا سوپر ټکانو» پوځي الوتکو د کار له پيل څخه یو کال وروسته، ملي دفاع وزارت وايي چې د ملي پوځ کابو ۳۰ سلنه هوايي جګړه د دغو الوتکو په واسطه په مخ ځي.

د دغه وزارت په وینا، هره ورځ په هېواد کې کابو ۱۵ هوايي عملیات، د ملي پوځ له خوا په لاره اچول کېږي او له دې ډلې پنځه عملیات د سوپر ټکانو جنګي الوتکو په واسطه ترسره کېږي.

د ملي دفاع وزارت د مرستیال ویاند محمد رادمنش وايي:«په محاربوي فعالیت کې چټکتیا او دقیق هدف، د هغو الکټرونکي دستګاوو په وسیله چې په کې دي، دغه الوتکې دنده ترسره کوي. موږ ډېری هغه فعالیتونو چې د دغو الوتکو په واسطه یې ترسره کوو د افغانستان په ختیځ، سوېل، سوېل لوېدیځ او شمال کې دي.»

په همدې حال کې په وروستیو میاشتو کې بیا هوايي بریدونه هم ډېر شوي دي. هغه څه چې کله دغه پوځيان د هوايي بریدونو پرمهال مُلکيانو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو له امله نیوکو سره مخ کېږي.

د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون مشر نثار احمد غوریاني څرګنده کړه:«دغو چورلکو ډېر کارونه کړي او موږ غواړو چې په دې لړ کې، لومړی د دغو الوتکو شمېر زیات کړي او پرمختللې الوتکې ملي پوځ ته ورکړل شي ترڅو پوځي عملیات ښه ترسره کړي.»

د ولسي جرګې غړی نذیر احمد په ډاګه کړه:«د افغانستان جګړه، یوه کورنۍ جګړه نه بلکې یو بهرنۍ هغه ده. او دا جګړه باید په خپله دولتي ځواکونه یې په مخ یوسي. نو د دې لپاره باید هم په هوايي او هم په ځمکنۍ مرسته وکړو.»

اې ۲۹ ډوله امریکايي الوتکې یو کال مخکې افغان پوځ ته ورکړل شوې او په دې موده کې يې پیلوټانو ته د دغو الوتکو د الوتنې او کارونې روزنه هم په امریکا کې ورکړل شوې ده.

د دغو الوتکو په وزرونو کې پياوړي جنګي وسایل لکه ماشیندار، راکیټونه او بمونه ځای پرځای شوي دي.

دم ګړۍ، د افغانستان ملي پوځ ۲۰ باله سوپرټکانو الوتکې لري او تمه کېږي چې د کال تر پایه، دغه شمېر ۲۶ ته لوړ شي.

شریک یي کړئ