Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د طالبانو د مالي سرچینو پر پرې کېدو د ملګرو ملتونو ټينګار

د ملګرو ملتونو د بندیزونو د کمېټې رییس وايي چې پر طالبانو د بندیزونو د عملي کولو لپاره قانوني چوکاټ شتون لري او د افغانستان د مرکزي بانک په مرسته د دغې ډلې مالي سرچینې باید هم پرې کړي.

 په همدې حال کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی له دغه سازمان څخه غواړي د هغو طالب چارواکو نومونه په تور نوملړ کې شامل کړي چې د سولې له بهیر سره نه یوځای کېږي.

بلخوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی په هېواد کې د جګړه د اوسنۍ ستونزې حل لاره نه بولي او طالبان سولې او د سیاسي حل لارې ته رابولي.

د افغانستان په اړه د ملګروملتو سازمان رپوټ د دوشنبې په ورځ د دغه سازمان په امنیت شورا کې وڅېړل شو، د طالبانو پر ډلې د بندیزونو لګول د دغې ناستې د بحث چورلیز وو.

د ملګرو ملتونو سازمان د بندیزونو د کمېټې رییس جراډون بوهېمن وویل:«موږ په کابل کې له افغان چارواکو سره وکتل او موخه یې د ملګروملتو د ۱۸۹۸ کال د مصوبې د بندیزونو کارول وو ترڅو له هغې په ګټې اخیستو سره طالبان سولې ته اړ شي، د بندیزونو د عملي کولو لپاره قانوني چوکاټ موجود دی او د افغانستان بانک په همکارۍ د طالبانو مالي سرچینې وتړل شي او همداراز هغه کسان چې طالبانو ته پیسې برابروي په ګوته شي.»

له دې سره سره په ملګروملتو کې د افغانستان دایمي استازی له طالبانو سره د یو شمېر هېوادونو د تماسونو په اړه اندېښنه څرګندوي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي غړی محمود صیقل وايي:« د افغان حکومت له خبرولو او تائید پرته له طالبانو او نورو ډلو سره هر ډول بهرنی تماس ترهګرۍ ته د مشروعیت ورکولو په مانا او همداراز د ملګروملتو له بندیزونو څرګنده سرغړونه ده چې وبه نه زغمل شي.»

خو د سیاسي حل لارې لټول په افغانستان کې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو یوازینۍ لار بلل کېږي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تډامیچي یاماماتو وویل:« د نړیوالې ټولنې او افغان حکومت له ټولو هڅو سره سره له سولې پرته ښه راتلوونکی ناشونی دی، په ۲۰۱۶ کال کې په زرګونه افغانان په جګړه کې وژل شوي او په لسګونه نور ټپیان دي، دغه راز انساني غمیزه د منلو وړ نه ده.»

له دې سره سره له نشه‎يي توکو سره د مبارزې په کار کې د ملي یووالي حکومت د پروګرام پر نشتوالي هم نیوکه کېږي.

د ملګرو ملتونو سازمان له نشه‎يي توکو او جرمونو سره د مبارزې رییس یوري فېډوټوفُ څرګنده کړه:« وروستۍ څېړنې له نشه‎يي توکو سره د مبارزې لپاره په هڅو کې د کمښت ښودنه کوي، د کوکنارو کښت لس سلنه او د نشه‎يي توکو تولید ۴۳ سلنه زیات شوی دی.»

د ملګروملتو سازمان د بندیزونو د کمېټې رییس په دې باور دی چې د سولې د خبرو لپاره له هڅو او له طالبانو له غوښتنې سره سره د سولې په وړاندې د نوموړې ډلې دریځ لاسخت شوی او دې ته اړتیا ده چې د سولې خبرو ته د دوی د اړایستلو لپاره د هغوی مالي سرچینې وتړل شي.

شریک یي کړئ