دافغانستان سیاسي او امنیتي وضعیت، سیمهييزه همکاري، بشري حقونه، د کډوالو د راستنېدو څرنګوالی، له نشه يي توکو سره مبارزه او د ټاکنو بهیر د دغه رپوټ مهمې برخې دی.
د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي وایي افغانستان کې د یو شمېر لاسته راوړنو سره سره، لا هم حالت ښه نه دی او د ملکي کسانو مرګ ژوبله لا هماغسې زیاته ده:«امنیتي حالت لا هم د ډاډ وړ نه دی؛که څه هم چې د کوچني اختر د درې ورځينې اوربند په ترڅ کې تاوتریخوالی کم شو، خو افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر د مې له ۱۵ د اګست تر ۱۶ پورې ۵۸۰۰ امنیتي پېښې ثبت کړي دي. دا شمېره د تېر ۲۰۱۷ کال په پرتله کموالی ښیې.»
انتونیو ګوتریش امنیت شو را ته په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د روان کال له پیله په افغانستان کې د ثبت شویو امنیتي پیښو له مینځه ۶۷ سلنه پیښې یوازې په سویلي او سویل ختیځو سیمو کې ۶۷ ثبت شوې دي. د نوموړي په وینا د افغانستان د ټولو امنیتي پیښو له مینځه ۶۱ سلنه وسله والې نښتې جوړوي چې دا شمېر د تېر کال د همدې مودې پرتله ۱۴ سلنه کمښت ښیې.
ده وویل:«طالبان پر یو شمېر سیمو بریدونه کوي او توانیدلي دي چې د غزني ولایت ده یک او جغتو ولسوالۍ ونیسي. په زابل او بغلان کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتو راپورونه شته دي. په یو شمېر مواردو کې بهرني هوايي ځواکونه د افغان ځواکونو مرستې ته وردانګي. په وروستیو کې طالبانو پر غزني ولایت پراخ وسلهوال برید وکړ او افغان ځواکونه وروسته له پنځو ورځو بریالي شول چې طالبان په شا وتمبوي.»
د ملګرو ملتونو سرمنشي په دغه راپور کې د ټاکنو په بهیر کې د اصلاحاتو د راوستو په اړه د سیاسي ګوندونو اعتراضونو ته هم اشاره شوې ده:«سیاسي ګوندونه په ټاکنیز نظام کې د اصلاحاتو راوستو په موخه پر خپلو غوښتنو ټنیګار کوي. دوی ګواښ کوي چې که غوښتنې یې ونه منل شي نو ټاکنې به تحریم کړي.»
ښاغلي ګوترش همداراز څرګنده کړه چې د اپوزیسیون یو شمېر څېرې بیا حکومت د هیواد په شمال کې د خلکو پر وړاندې پر چل وټیو تورنوي.
هغه د ټاکنو د مالي لګښت په اړه وویل مرسته کوونکو بنسټونو د ۵۷ میلیونه ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.
ښاغلي ګوتریش د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو ته وویل:« د اختر په ورځو کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند اعلان تاوتریخوالی کم کړ، خو وروسته د اوربند غځولو په اړه طالبانو د حکومت غوښتنه رد کړه. دواړو خواو یوځل بیا پوځي عملیات پیل کړل.»
هغه همداراز افغانستان کې د داعش ډلې فعالیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه:«داعش ډله د افغانستان ختیځو سیمو کې فعالیت کوي؛ دې ډلې په ننګرهار ولایت کې د اته، کابل کې د دوه او ګردیز کې د یوه ځانمرګي برید مسوؤلیت منلی دی. »
ګوتریش د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې په اړه د اندېښنې په ښودلو سره وویل:«د وسلهوالو نښتو پر مهال د ملکي کسانو د ساتنې په اړه یوناما د جولای میاشتې په پنځمه خپل شپږ میاشتېنی راپور خپور کړ. په دې راپور کې راغلي دي چې د جنوري میاشتې له لومړۍ نیټې بیا د اګست تر ۳۰مې پورې ۱۶۹۲ تنه وژل او ۳۴۳۰ تنه ټپيان شوي دي. د مرګ ژوبلې شمېر د تېر ۲۰۱۷ زیږدیز کال په اندازه دی.»
د یوناما د راپور له مخې طالبان او داعش د ملکي کسانو د ۶۷ سلنې مرګ ژوبلې مسوؤل دي.