Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'د راتلوونکي حکومت په اړه به په بین الافغاني ناسته کې پرېکړه وشي'

د امریکا او طالب استازو ترمنځ د اومې احتمالي غونډې له ترسراوي سره هم‎مهاله د طالبانو ویاند سهیل شاهین د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهال‎وېش اعلان د بین الافغاني خبرو اترو پیل لپاره شرط بولي. که څه هم له حکومت سره د خبرو په اړه څه نه وايي خو ټينګار کوي د راتلوونکي حکومت په اړه به په بین الافغاني ناسته کې پرېکړه وشي.

د سولې خبرو د اووم پړاو لپاره د طالبانو او امریکایانو له چمتووالي سره په یو وخت په قطر کې د طالبانو ویاند وايي که امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو مهال‎وېش اعلان کړي د افغانانو ترمنځ خبرو لپاره به لاره هواره شي.

د طالبانو ویاند سهیل شاهین په دې اړه وویل:«کله چې امریکایانو د خپلو ځواکونو مهال‎وېش اعلان کړي، دا به د دې لاره پرانیزي څو افغانان له یو بل سره کېني او د راتلوونکي حکومت په اړه خبرې وکړي.»

په داسې حال کې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اووم ځل سفر موده مخ په ختمېدو ده خو روښانه نه ده چې دا خبرې به څه وخت وشي.

له دې سره سره د سولې د خبرو په اړه خبرې سرچینې وايي که د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اووم پړاو مثبتې پایلې ولري، هغه وخت به د افغانانو ترمنځ خبرې پيل شي.

پخوانی طالب قوماندان سید اکبرآغا وايي:«طالبان په سفر کې دي او له دې سفرونو وروسته به دا خبرې اترې پیل شي.»

سیاسي کارپوه حسن حقیار څرګنده کړه:«که‎چېرې د خبرو اترو اوم پړام پایلې ته ونه‎رسېږي، نو به بین الافغاني خبرې اترې ونشي او نه هم له امریکایانو سره به خبرې وشي؛ خبرې اترې به کلونه کلونه وځنډېږي.»

په دې لړ کې اجراییه رییس د آسیا د تعامل او باور جوړونې غونډې د غړو هېوادونو له یو شمېر مشرانو سره له لیدنې وروسته د افغانستان د سولې په هکله د یوې عمومي اجماع د رامنځته کېدو خبره کوي.

د هېواد اجراییه رییس عبدالله عبدالله وویل:«کېدای شي چې دا سولې او خبرو اترو ته د اړ ایستو لپاره یوه ښه موکه وي.»

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل، د نورو په وړاندې د افغانستان د خاورې د نه کارولو تضمین، د افغانانو ترمنځ خبرې اترې او دایمي اوربند د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو چورلیز دی. زلمي خلیلزاد ویلي ترهغه چې د ټولو موضوع ګانو په اړه موافقه ونه شي هېڅ ډول هوکړه به ونه شي.

شریک یي کړئ