Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د میدان وردکو د ولایتي شورا درې مهم پُستونه مېرمنو خپل کړل

د لومړي ځل لپاره د میدان وردکو د ولایتي شورا ټول اداري پلاوي مېرنې ټاکل شوې دي.

نن د میدان وردکو د ولایتي شورا د اداري پلاوي په ټاکنو کې، حلیمه عسکري د رییسې، نفیسه سیلۍ د مرستیالۍ او هاجر میرزايي د میدان وردکو د ولایتي شورا د منشي په توګه وټاکل شوې.

دا کار، په هغو ولایتونو کې چې د مېرمنو په وړاندې ناامني او تاوتریخوالی شتون لري یو مثبت ګام بلل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په ډېریو نورو ولایتونو کې په دا شان پُستونو کې مېرمنې ډېره کمه ونډه لري.

د بېلګې په توګه په بدخشان کې هم نن د ولایتي شورا د اداري پلاوي ټاکنې ترسره شوې، د دغې شورا ټول مهم پُستونه نرینه‎وو ته ځانګړي شول.

په دغو ټاکنو کې، بشیر صمیم د رییس، سردار سروي د مرستیال او احمد جاوېد د دغې شورا د منشي په توګه انتخاب شول.

سیمه‎ییز ارګانونه وايي چې د ولایتي شورا د اداري پلاوي ټاکنې، نن په ورته وخت کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ترسره شولې.

د بدخشان والي احمد فیصل بیګزاد د بدخشان د ولایتي شورا له نوي اداري پلاوي غواړي چې د سیمه‎ییزو چارواکو ترڅنګ د خلکو د ستونزو د حل او امنیتي وضعیت د ښه‎والي لپاره له سیمه‎ییز حکومت سره همکار وي.

هغه څرګنده کړه:«زه واقعاً د بدخشان د ولایتي شورا د غړو له کړنو د والي په توګه خوښ وم، خو بیا هم د ولایتي شورا له ټولو غړو په ځانګړې توګه له نوي اداري پلاوي غواړم چې د خلکو او حکومت ترڅنګ وي.»

دا ټول په داسې حال کې ترسره کېږي چې له دې وړاندې داسې رپوټونه خپاره شوي وو چې په دولتي بنسټونو کې د کسانو په ګمارنې او معرفي کولو کې د ولایتي شورا د غړو لاسونه ښودل کېدل. خو اوس به ولید شي چې د ولایتي شوراګانو په اداري پلاوي کې د څېرو له بدلون سره به څه بدلونونه رامنځته شي.

شریک یي کړئ