Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د میرزا اولنګ دره یو ځل بیا د طالبانو لاسته ولوېده

د سرپل ولایت د ولایتي شورا غړو نن شنبې (د تلې پر ۲۲ مې)د دغه ولایت د صیاد ولسوالۍ د میرزا اولنګ درې له پرځېدو خبر ورکړ.

د سرپل د ولایتي شورا رییس محمد نور رحماني وايي چې د پنجشنبې پر شپه د طالبانو یوې ډلې د دغه ولایت په صیاد ولسوالۍ کې د میرزا اولنګ پر دره برید وکړ چې د هغه به پایله کې، دغه دره د طالب جنګیالیو لاسته ولوېده.

خو د سرپل امنیه قومندان جنرال خلیل دستیار وايي چې امنیتي ځواکونو د میرزااولنګ له درې څخه تاکتیکي شاته تګ کړی دی.

د سرپل امنیتي چارواکي، د دغې پېښې د مرګ ژوبلې په اړه، رسنیو ته جزئيات نه ورکوي.

د میرزا اولنګ دره د لومړي ځل لپاره کابو دوه میاشتې وړاندې د طالبانو او داعش ډلې له خوا ونیول شوه او کابو له دوه اوونیو وروسته بېرته د افغان ځواکونو له خوا ونیول شوه.د دغې درې له پرځېدو سره څه باندې ۴۰ تنه ووژل شول.

طالبان په دغې پېښه کې هر ډول لاس لرل ردوي.

شریک یي کړئ