د میوند د پهلوانۍ کلپ يو مسوول وايي چې پر دغه کلپ د چهارشنبې د ترهګریز برید په پایله کې څه باندې ۳۰ پهلوانان وژل شوي او کابو پنځو تنه نور پټيان دي.
د چهارشنبې پر ماښام، یوه ځانمرګي بریدګر د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزې په اړوند سیمې قلعه ناظر کې د میوند سپورټي کلپ په نښه کړ او له لومړي برید یو ساعت وروسته دغه کلپ تهڅېرمه بل چاودنه رامنځته شوه.
په داسې حال کې چې د دولتي ادارو مسوولینو د وژل شویو شمېر له دېرشو لږ بللی خو د میوند د پهلوانۍ کلپ مسوول وايي په دې پېښه کې یوازې د دغه کلپ څه باندې دېرشو پهلوانانو ژوند له لاسه ورکړی او کابو ۵۰ نور ټپیان دي.
د میوند غېږنیونې کلپ یو تن مسوول احمدضیا احمدي وايي:«دننه کلپ ته ننوتم کابو پنځه دېرش تنه شهیدان شوي وو، ځينو یې ډېر خراب وضعیت درلود.»
په همدې حال کې د قلعه ناظر ځينو اوسېدونکو د چهارشنبې په برید کې د وژل شویو کسانو لپاره د فاتخې مراسم ترسره کړي و، پر حکومت یې نیوکه وکړه چې څرنګه نه شي کولای په پلازمېنه کې د ترهګرو د فعالیت مخه ونیسي.
بلخوا د سیمې اوسېدونکي او یو شمېر پهلوانان وايي د دغه کلپ ورزشکاران د ټولو ستونزو ته په تېره بیا کله چې ترهګریزو بریدونو کې د هېوادوالو له زیانمنیدو خبرېدل د مرستې لپاره به یې وردانګل.
د یوه وژل شوي خپلوان غلام رضا وویل:«ځانمرګي بریدونه او چاودنې چې کېدې ځانونه به یې د مرستې لپاره رسول، له خپل بدني ځواک څخه به یې استفاده کوله او حتا وینه به یې ورکوله.»
شیرمحمد چې د میوند په پهلوانۍ کلپ کې یې وزرش کاوه وايي د تورې چهارشنبې په دوهم برید کې یې د تره زوی ووژل شو او د کورنۍ درې غړي یې چې ټول پهلوانان و ټپيان شوي دي.
پهلوان شیراحمد وايي:«زه د کلپ انګړ ته ننوتم د پهلوانۍ توشکې ته چې ننوتم ومې لید چې هرڅه له منځه تللي دي.»
د میوند سپورټي کلپ پهلوانان له خلکو او زیانمنو سره په همکارۍ کولو کې نیک شهرت لري.
د سیمې اوسېدونکي وايي دغه ځوانان چې یو شمېر یې ژوند له لاسه وکړی په ټولو امکاناتو سره به یې له زیانمنو سره مرسته کوله خو اوس د دوی کورنۍ همکارۍ ته اړتیا لري.