افغان ځواکونه د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ د نیولو په موخه د یادې ولسوالۍ ته نېږدې رسېدلي دي.
د هلمند د والي ویاند، عمر ځواک نن(شنبې د چنګاښ۲۴مه) وايي چې د افغان ځواکونو عملیات نن سهار له درېیو لورو پیل شوي دي.
یاده ولسوالۍ د هلمند مرکز، لښکرګاه ښار په ۱۵ کیلومټرۍ کې پرته ده.
ښاغلی ځواک زیاتوي چې په دې عملیاتو کې تر اوسه ۱۲ طالب وسلهوال وژل شوي دي.
دی د پولیسو دوو تنو سرتېرو له ټپي کېدو هم خبر ورکوي.
د ناوې ولسوالۍ کابو نهه میاشتې مخکې د طالبانو لاسته ولوېده.