Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پرېکنده ملاتړ ماموریت: د غزني ښار د افغان دولت په ولکه کې دی

د امریکا متحده ایالاتونو په مشرۍ د ناټو غوڅ ملاتړ یوه ویاند، مارتین اودانیل په خبره کې نن(سې شنبې د زمري۲۳مه) وايي چې تر اوسه د دښمن هېڅ فعالیت نه دی لیدل شوی او د غزني ښار د افغان ځواکونو په لاس کې دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې اوس مهال د افغان ځواکونو چاڼيز عملیات په ښار کې دوام لري.

خبرپاڼه وړاندې کاږي:«هغه څه چې موږ یې شاهد یوو دا دي چې افغان ځواکونو د سې شنبې پر ورځ ډېر شمېر طالبان له ښاره وباسل او طالبانو د شاتګ پرمهال زیانمنونکو سیمو ته زیان رسولو خو افغان ځواکونو له دې سیمو دفاع کوله.»

دی زیاتوي چې لا هم ډېر شمېر طالبان په ښار کې پاتې دي، خو د ښار لپاره جدي ګواښ نه دی.

د دانیل په خبره، هغو طالبانو چې ځانونه د ملکي کسانو په منځ کې پټ کړي دي، ملکي کسانو ته لوی ګواښ دی.

خبرپاڼه کې د طالبانو ادعاوې چې وايي ملکي کسانو ته زیان نه رسوي، غلط بلل شوې او زیاته کړې یې ده چې دوی بیګناه خلک وژلي، کورنو او مارکیټونو ته یې اور اچولی دی.

د غوڅ ملاتړ په وینا چې طالبانو د خلکو غوښتنې ته چې د سولې بهیر ته راتګ دی، ارزښت نه دی ورکړی.

خبرپاڼه وايي چې د جدي پوځي عملیاتو لپاره د امر یکا ځانګړې ځواکونه افغانانو ته سلامشورې ورکوي.

د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، امریکايي ځواکونو د روان زیږدیز کال د اګسټ له ۱۰ تر دې دمه په خپلو هوايي بریدونو کې څه باندې ۲۲۰ طالب اورپکي وژلي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې امریکايي ځواکونو غزني ښار کې د شنبې په ورځ پنځه او د یکشنبې په ورځ ۱۶ او د دوشنبې په ورځ یې ۱۰ هوايي بریدونه ترسره کړي دي.

په ورته وخت کې د کورنیو او دفاع وزارتونه وايي چې د غزني ښار د چاڼ لپاره له څلورو لوریو د دفاعي او امنیتي ځواکونو عملیات پیل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت په خپرپاڼه کې راغلي د افغانستان ستر درستیز، د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال او د ملي امنیت ولایتي مرستیال، د غزني ښار د چاڼ لپاره د جګړې مدیریت په غاړه اخیستی دی.

د ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي د دوشنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې وویل:«د وروستیو مالوماتو پر بنسټ، د غزني ښار د چاڼیزو عملیاتو پلان جوړ او د دښمن د له‎منځه وړلو لپاره د ملي پوځ، ملي پولیسو، ملي امنیت او د ګمانډو قطعاتو ګډ پراخ عملیات، د دوشنبې په ورځ له څلورو خواوو پيل شوي دی.»

ښاغلي بهرامي وویل چې د وشنبې پر ګهیځ هم اضافي ځواکونه د غزني ښار د چاڼ او تصفیه کولو او د لویې لارې د امنیت د ټینګښت لپاره غزني ته ولاړل.

هغه وویل چې غزني کې د څلورو ورځو عملیاتو په لړ کې، طالبانو او هغو ترهګرو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده چې له ګاونډویو ولایتونو یې پر غزني برید کړی دی.

په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي چې د کورنیو او دفاع وزیرانو د غزني ولایت اوسېدونکو ته ډاډ ورکړی چې امنیتي ځواکونه د غزني له خلکو دفاع کوي.

شریک یي کړئ