Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د نشه‎يي توکو په تولید کې د افغانستان نوی ریکارډ

د سیګر د رپوت موندنې ښيي چې په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې په افغانستان کې د نشه‎يي توکو تولید ۴۳ سلنه زیاتوالی موندلی او په تېرو لسو کلونو کې د کوکنارو د کروندو له منځه‎ وړل ټیټې کچې ته رسېدلي دي.

د سیګر د رپوټ پر بنسټ،د دې سربېره چې د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې د نشه‎يي توکو د مبارزې په کار کې ۸،۵ مېلیونه ډالره لګولي دي، خو په دغه هېواد د نشه‎يي توکو تولید په بې‎مخینې توګه د زیاتوالي په حال کې دی.

د سیګر په وینا، د امنیتي وضعیت خرابوالی او همدارنګه له نشه‎يي توکو سره د مبارزې په وزارت کې د سیاسي ارادې نشتوالی د دې لامل شوی ترڅو په دغه هېواد کې د نشه‎يي توکي زیات شي.

له نشه‎يي توکو او جرم سره د ملګرو ملتونو سازمان د مبارزې دفتر،اټکل کړی چې د نشه‎يي توکو ناخالص ارزښت ۱ اعشاریه ۵۶ مېلیارده ډالره ده چې د هغه انډول کابو ۷،۴ سلنه یې د افغانستان له ناخالصو کورنیو تولیداتو څخه دي.

په دې وروستیو کې د نوموړي دفتر سروې ښيي چې د کوکنارو کښت ۱۰ سلنه زیاتوالی ښيي او کابو ۲۰۱ زره هکټاره ځمکه کې کوکنار کرل شوې دي.

په رپوټ کې راغلي دي چې د افغانستان سوېلي سیمې چې هلمند، کندهار، ارزګان، زابل او دایکندي هغه ولایتونو ته دي چې د کوکنارو د کښت ۵۹ سلنه جوړوي.

په رپوټ کې راغلي:«د امنیتي وضعیت خرابېدل،له نشه‎يي توکو سره مبارزې په وزارت کې د سیاسي ارادې نشتوالی او بې اغېزې مدیریت له هغو لاملونو څخه دي چې په ۲۰۱۶ کال کې د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو پایلې کمې پاتې شي.»

په رپوټ کې ټینګار شوی چې په افغانستان کې د نشه‎يي توکو صنعت تل له فساد او درغلۍ سره مل دی او د ناقانونه عاید لپاره یوه ستره سرچینه ده او همدارنګه راغلي دي چې تریاک د طالبانو ۶۰ سنله بودیجه جوړوي.

شریک یي کړئ