د ننګرهار ولایتي شورا یو غړی په خوګیاڼو ولسوالۍ کې ملکي خلکو ته د مرګ ژوبلې خبر ورکوی.
اجمل عمر وايي تېره شپه(چهارشنبې د وږي په ۲۷مه نېټه) د هوايي برید په پایله کې کابو ۳۰ تنه وژل شوي او نېږدې څلوېښت تنه نور ټپيان دي.
دی همداراز زیاتوي، برید خوګیاڼو ولسوالۍ په ځنګلي سیمې وزیر تنګي کې په داسې حال کې شوی چې د سیمې کابو دوه سوه پنځوس کسان د ځنغوزو له راټولولو وروسته په یاده سیمه کې سره راټول شوي وو.
د پېښې شاهدان وايي په سیمه کې کابو دوه سوه پنځوس تنه وو چې ۳۵ یې وژل شوي دي.
په همدې حال کې د ننګرهار د والي ویاند، عطاالله خوګیاڼی بیا وايي چې له سیمې یوازې ۹مړي لېږدول شوي دي.