Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ننګرهار برید د ۱۰ تنو په وژل کېدو سره پای ته ورسېد

یو شمېر وسله‎والو د ننګرهار ولایت په جلال آباد ښار کې د دې ولایت پر پوهنې مدیریت برید وکړ او په دې برید کې ۱۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړ.

د ننګرهار ولایت امنیه قومندانۍ وايي چې تر اوسه لس ټپیان روغتون ته لېږدول شوي، پنځه تنه ټپيان تر درملنې وروسته له روغتون څخه رخصت شوي دي.

شاهدانو ویلي وه چې کابو پنځوس کسان د وسله والو په ولکه دي چې یرغمل کړي یې دي.

برید نن (چهارشنبې د چنګاښ۲۰مه) سهار کابو نهه نیمې بجې پيل شوی دی.

د ننګرهار والي ویاند، عطاالله خوګیانی وايي چې وسله‎والو د ننګرهار په پنځمه امنیتي حوزه کې د پوهنې پر مدیریت برید وکړ او له افغان ځواکونو سره یې نښتې پيل کړې.

ښاغلي خوګیاني د برید څرنګوالي په اړه مالومات ورنکړل.

په همدې حال کې د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند، آصف شینواری وویل چې تر اوسه د دې ریاست چوکيدار ژوند له لاسه ورکړی او لا هم نښتې روانې دي.

ورسته له هغې سیمې ته افغان ځانګړې ځواکونه ورسېدل، کابو یوه نیمه بجه برید پایته ورسید.

سیمه‎ييزو چارواکو د بریدګرو شمېر په اړه څه نه دي ویلي.

په جلال آباد ښار کې پر پوهنې مدیریت یو شمېر وسله‎والو برید وکړ چې برید د لسو کسانو په وژل کېدو سره پای ته رسېدلی دی

شریک یي کړئ