Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ننګرهار په خوګیاڼو کې قومي مشر وژل شوی

د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنې له امله یو تن قومي مشر خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ننګرهار ولایت سیمه‎ييز چارواکي وايي چې د خوږیاڼو ولسوالۍ په بر ارغچ سیمه کې نن سهار (یک‎شنبې د زمري۸مه)د ملکي خلکو پر يو کرولا موټر چاودنه وشوه.

د چاودنې په پایله کې قومي مشر، ملک شېرین اغا وژل شوی او د تاج محمد او لعل محمد په نومونو دوه نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

ياده چاودنه هغه مهال وشوه، کله چې یاد قومي مشر له خپلو دوو ملګرو سره د کرولا موټر په وسیله جلال اباد ښار ته روان و.

بلخوا روغتيايي د یوه ټپي روغتیایي حالت د اندېښنې وړ بولي.
 
ننګرهار کې د سرک غاړې ماین چاودنې له کبله دوه تنه نور ملکي کسان ټپیان دي چې د یوه یې حالت د اندېښنې وړ بلل شوی دی

شریک یي کړئ