د ننګرهار په جلال اباد ښار کې د یوې چاودنې په پایله کې دوه تنه ټپیان شوي دي.
د پېښې شاهدان وايي چې دغه چاودنه د جلال اباد ښار د لومړي ناحیې د اړوند سیمې په یوې معاینه خونه کې شوې ده.
د دغې پېښې په اړه تراوسه ډېر جزییات په واک کې نشته او امنیتي چارواکو هم تراوسه څه نه دي ویلي.
د دغې پېښې پړه کومې ډلې او یا چا په غاړه نه ده اخیستې.