Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ننګرهار په چپرهار کې ماین چاودنې نهه کسان ټپیان کړل

د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې له کبله ۹ کسان ټپيان شوي دي.

یاد ولایت د والي ویاند، عطاالله خوګیانی وايي چې پېښه نن(دوشنبې د چنګاښ۱۸مه) داسې مهال شوې ده چې یو شمېر کسان په یوه میله‎ځای کې سره راټول شوي وو.

نوموړی زیاتوي چې په ټپيان کې په ټپيانو کې دوه ماشومان هم شامل دي.

ښاغلی خوګیانی څرګندوي چې د پيښې ټپيان روغتون ته لیږدول شوي او د یوه ټپي حالت د اندېښنې وړ دی.

تر اوسه نه ده څرګنده چې ماین د چا لخوا ځای پر ځای شوی وه او موخه یې څه وه.

د پېښې مسوؤلیت په اړه هم چا څه نه دي ویلي.

چاودنه په یوه میله ځای کې شوې ده، ټپيانو کې دوه ماشومان هم شامل دي. د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي چې د یوه ټپي حالت د اندېښنې وړ دی

شریک یي کړئ