Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ننګرهار په یوه جومات کې چاودنې یو تن وژلی

د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ په یوه جومات کې د چاودنې په پایله کې یو تن وژل شوی او ۸ تنه نور ټپيان شوي دي.

د دغه ولایت ځايي چارواکي وايي چې دغه چاودنه د سلطان خېلو جومات په منبر کې د ځای پر ځای شوي ماین له امله وه.

د ننګرهار د والي د رسنیو د دفتر په وینا، دغه چاودنه هغه مهال وشوه چې لمونځ کوونکي د جمعې لمانځه پر ادا کولو بوخت وو.

د دغه دفتر همدارنګه زیاته کړې چې د دغې پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وکړ نه دی.

تراوسه هېڅ ډلې د دغې پېښې پړه نه ده منلې.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ هم ننګرهار د څو چاودنو او یوه ځانمرګي برید شاهد وه.

شریک یي کړئ