Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د نوروز جشن او بي وزلې کورنۍ

نوروز ټولو هېوادوالو ولمانځه، خو دغه جشن په کورنیو کې متفاوته وه.

شتمونو کورنیو دغه جشن هم په کورنو کې ولمانځه او هم د باندې او په دې ډول یې له دغې ورځې څخه خوند اخلي.

اخوا غریبې کورنۍ وایي چې دوی څه نه لری چې نوروز په ښه ډول ولمانځي.

د هلمند له جګړې ستومانه کورنۍ وايي چې هغوی غواړي چې دغه ورځ لږ تر لږه په خپلو کورونو کې ولمانځي،خو بې وزلي د دغه کار مخنیوی کوي.

د کابل اوسېدونکی محمد عوض وايي:«دغه ورځ هغه کسان لمانځي چې توان یې لري،مو دومره توان نه لرو چې په دې ځای کې پروګرام جوړ کړو او یا هم قرغې ته ولاړ شو او یا نورو ځایونو ته.»

د کابل اوسېدونکي سیدغلام وویل:«له نوي کال څخه لمانځل پيسې غواړي ما در ته وویل چې موږ په کور کې یوه نمړۍ ډوډۍ نه لرو.»

کوچني عزیزالله وویل:«همداشان ژوند کوو!د دغو خټو په منځ کې.»

هغه کسان چې په دې ورځ له کوره بهر ته د تفریح لپاره تللي وايي نوروز د سولې او د افغانانو ترمنځ د یووالي نښه ده.

د کابل اوسېدونکي عبدالرووف وویل:«په تېرو وختونو کې وزلوبه وه،خلکو خوښي کوله او دېر خوشحاله به وو.»

کوچینۍ سحر وویل:«زه له خپل پلارجان سره مې راغلې یم ترڅو چکر ووهم او غواړم په راتلونکي کې یوه ښه نجلۍ وم.»

د کابل اوسېدونکي محمد داوود خان هم څرګنده کړه:«ماشومان هم تل کړېدلي ځکه له هغه مهاله چې زه نړۍ ته راغلی یم جګړه او بدبختي وه تراوسه.»

په هېواد کې بې وزلۍ په تېره بیا ناامنۍ پر دې ښکارندې سیوری غوړولی دی خو له دې سره سره افغانان هڅه کوي دا ورځ په یو ډول د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ولمانځي.

شریک یي کړئ