Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د نوماندانو شورا: حکومت زموږ غوښتنو ته ځواب نه دی راکړی

د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا وايي چې حکومت تراوسه د رڼو ټاکنو د ترسراوي لپاره د ولسمشرۍ تاکنو د نوماندانو هېڅ مشروع غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.

د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا چې دولس غړي لري، د ټاکنیزو سیالیو په لومړی ورځ (یکشنبې د زمري په ۶مه) حکومت ته پنځه ورځې (تر پنجشنبې د زمري تر ۱۰مه) فرصت ورکړی و، که‎چېرې د رڼو ټاکنو د ترسراوي په تړاو د نوماندانو غوښتنو ته ځواب ورنه کړل شي، له تاکنو سره به بندون وکړي. دغو نوماندانو تراوسه خپلې ټاکنیزې منډې ترړې هم نه دي پيل کړي.

د دغو نوماندانو ټاکل شوې وخت، تېره ورځ پای ته ورسېد. نن جمعه (د زمري په ۱۱مه) دغې شورا د خپلو غوښتونو په اړه حکومت په بې پروایۍ تورن کړ.

د ولسمشرۍ ټاکنو د شورا غړی شهاب حکیمي ولسمشر له دولتي امکاناتو په ناوړه استفاد تورن وي، او زیاتوي تراوسه ولسمشر د حکومتي امکاناتو له کارولو لاس نه دی اخیستی او یوازې په تېرو څو اوونیو کې یې څه د پاسه پنځوس چارواکي چې له هغه سره یې اړیکې لرلې په عاید لرونکو دندو ګومارلي دي.

د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند شهاب حکیمي څرګنده کړه:«له ټولو مهم او مسخرو ډک د ګمرکاتو لپاره د رییسانو او مرستیالانو تعیینول هغه هم د دې لپاره چې راتلوونکو ټاکنو لپاره ډېرې پیسې تعیین کړي.»

شهاب حکیمي همداراز وایي ولسمشر غني د پنجشنبې په ورځ دیني عالمان د ټاکنو په اړه د سلامشورې لپاره وروبلل خو له هغوی یې غوښتي چې د نوموړي له ټاکنیزې ډلې ملاتړ وکړي.

ښاغلي حکیمي زیاته کړه:«خلک یې د مشورې او د علماوو د شورا په نامه راوبلل. زه تاسو ته قسم خورم چې څو کسه یې ماته راغلل چې موږ ته یې پیسې راکړې او له موږ څخه یې هیله وکړه چې تاسې په ټاکنو کې له موږ سره مرسته وکړئ.»

له بلخوا د محمد حنیف اتمر ټاکنیزه ډله وايي که ولسمشر تر راتلونکو څلرویشتو ساعتونو پورې دوی ته د ټاکنو د روڼتیا او له دولتي امکاناتو د دغې ټاکنیزې ډلې د نه کارولو په اړه ډاډ ورنه کړي د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا به د ولسمشرۍ انتخاباتو په هکله خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.

د محمد حنیف اتمر د ټاکنیزې ډلې ویاند قادر شاه څرګنده کړه:«له بده مرغه دا به په یو بل ناورین بدل شي چې د هېچا لپاره به د منلو نه وي، خو موږ د ټاکنو لپاره بشپړ چمتووالی لرو.»

خو د ولسمشر ویاند د ولسمشرۍ په ټاکنیز کمپاین کې له دولتي امکاناتو هر ډول استفاده ردوي.

د ولسمشر ویاند  صدیق صدیقي په ډاګه کړه:«که‎چېرې شکایتونو وي، که‎چېرې محترم نوماندان صاحیبان کوم مورد لري، دوی باید د دغو مسایلو اصلي میکانیزم ته پام وکړي محترمو ټاکنیزو کمېسیونونو ته ولاړ شي، چې شتون لري او خپل دا موردونه دې مطرح کړي.»

ټاکل شوې ده چې ولسمشرۍ ټاکنې، د تلې په شپږمه ترسره شي. د دغو ټاکنو سیالۍ د تلې په شپږمه پیل شوې خو دغه سیالۍ پيکه دي.

شهاب حکیمي ولسمشر له دولتي امکاناتو په ناوړه استفاد تورن وي او زیاتوي یوازې په تېرو څو اوونیو کې یې څه د پاسه پنځوس چارواکي چې له هغه سره یې اړیکې لرلې په عاید لرونکو دندو ګومارلي دي.

شریک یي کړئ