په بدخشان کې ځينو فعالو سیاسي ګوندونو، د ټاکنو په بهیر کې د ونډې اخیستو لپاره د خلکو د هڅونې په منظور، «د سیاسي ګوندونو د همغږۍ او انسجام شورا» تر نامه لاندې شورا په دغه ولایت کې رامنځته کړې ده.
د عبدالهادي ارغندېوال په مشرۍ حزب اسلامي، جمعیت اسلامي، ازادهګان، کنګره ملي، وطن، ملي غورځنګ او ملي متحد هغه ګوندونه دي چې په دغې شورا کې غړیتوب لري.
د دغه ګوند استازي وايي په لومړي ګام کې، هغوی به هڅه وکړي ترڅو خلکو د راتلونکو ټاکنو د نوملیکنې لپاره، د نوملیکنې مرکزونه راوکاږي.
د هغوی په وینا، د سیاسي ګوندونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول، او په بدخشان کې د یو بل منلو چاپېریال رامنځته کېدل او د ستونزو د حل لپاره د دغې شورا د جوړېدو نورې انګېزې دي.
د عبدالهادي ارغندېوال په مشر د حزب اسلامي استازی عزیزالله امین یار په دې اړه وویل:«موږ په بدخشان کې د سیاسي ګوندونو ترمنځ ملي یووالی لرو. موږ هوکړه کړې چې د بدخشان په اړه ملي ګټو په تړاو ګډ لیدلوری ولرو.»
په بدخشان کې د جمعیت ګوند رییس منان هاشمي هم وویل:«موږ سیاسي ګوندونو د دې لپاره له یو بل سره هوکړه وکړې چې په دغه ولایت کې د هرې ورځې له تېرېدو سره ناامنۍ، بې وزلۍ او بې کارۍ زیاتوالی موندلی او د رایه ورکوونکو د نوملیکنې بهیر په تړاو د بدخشان اوسېدونکو لېوالتیا کمه شوې ده، له همدې امله موږ غواړو چې ګډ ملي کار ولرو.»
له بلخوا د دغې شورا غړي وايي د ټاکنو په اړه د خلکو د تللي اعتماد بېرته ترلاسه کول د هغوی په کاري لومړیتوب کې ځای لري او د رایه ورکوونکو د نوملیکنې بهیر ته د خلکو د هڅونې لپاره د بدخشان په مرکز او ټولو ولسوالیو کې پیل وو.
په بدخشان کې د ملي غورځنګ ګوند استازی مصور څرګنده کړه:«د خپل کار په لومړنیو ورځو کې بېلابېلو ولسوالیو ته سفر کوو ترڅو په ټاکنو کې د ګډون په اړه خلکو ته خبرتیا ورکړو.»
په بدخشان کې د ملي کنګرې ګوند استازی سمیع الله سیحون هم څرګنده کړه:«د هېواد دغه اته ملي ګوندونه، د بېکارۍ، ناامنۍ او د ملي پروژو د پلي کول د ستونزو د حل لپاره مو هوکړه کړې او انشاالله زموږ له یوځای کېدو سره په دغه ولایت کې به وضعیت ښه شي.»
په بدخشان کې د سیاسي اختلافونو او د سیاسي ګوندونو د لیدلورو ترمنځ اختلافونو سربېره، دا لومړی ځل دی چې په دغه ولایت کې سیاسي ګوندونه د دغه ولایت د خلکو د ستونزو د حل لپاره د پیسوتون اعلان کوي.