د هرات ولایت ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د هوايي ډګر قومندان د درنو جرمونو د پولیسو له خوا ونیول شو.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي چې عبدالحی رسولي، له نیولو وروسته کابل ته ولېږدول شو.
کهڅه هم تراوسه د هغه د نیولو تور روښانه نه ده، خو یو امنیتي چارواکی چې نه غواړي نوم یې په ډاګه شي، طلوع نیوز ته وايي چې د هرات د هوايي ډګر قومندان د نشهیي توکو په قاچاق او ترانزیټ کې د لاس لرلو په تور د درنو جرمونو د ریاست له خوا نیول شوی دی.