Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هرات د ولایتي شورا پخوانی غړی له ۴ تنو سره اعدام شو

د هرات د ولایتي شورا د پخواني غړي حاجي عسکر په ګډون پنځه تنه نن ګهیځ (چهارشنبې د لیندۍ په ۸ مه) د کابل د څرخي‎پله په بندخونه کې اعدام شول.

د کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پنځه کسیزه ډله چې د انسان تښتونې او وژنې په پېښو کې لاس درلود، د درې ګونې محکمې له حکوم څخه وروسته نن پر هغوی د اعدام حکوم اجرا شو.

خبرپاڼه زیاتوي چې د هرات د ولایتي شورا پخوانی غړی حاجي عسکر د محمد انور زوی، زلمی د عبدالغني زوی، عبدالظاهر د محمد یوسف زوی، فایق د یار محمد زوی، تیمور شاه د حاجي عبدالله زوی د هرات په ولایت کې د انسان تښتونې یوه ډله وه چې نن د اعدام حکوم پرې اجرا شو.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دغه کسان د انسان تښتونې، د بادغیسي د حنضله د ودانیز او واټ جوړونې شرکت مرستیال د حاجي عبدالباقي زوی د محمد شاه ایماق د وژنې، خیانت، د جعلي پیسو دودولو، د ناقانونه وسلو برابرولو په جرم د سترې محکمې د عالي شورا د رایو په اتفاق سره په اشد مجازات (اعدام) محکوم شوي وو.

په ورته وخت کې د څرخي‎پله د بندخونې په یوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د اعدام حکم نن د کابل په څرخي‎پله کې د عدلي او قضايي ادارو د استازو په حضور او د دغه بندخونې په ګارنیزیون کې د اعدام حکم پرې اجرا شو.  

کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پنځه کسیزه ډله چې د انسان تښتونې او وژنې په پېښو کې د لاس درلود، د درې ګونې محکمې له حکوم څخه وروسته نن پر هغوی د اعدام حکوم اجرا شو.

شریک یي کړئ