Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هرات زنده جان ولسوال په یوې چاودنه کې ووژل شو

د هرات ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د زنده جان ولسوالۍ ولسوال شکرالله شاکر نن له غرمې مخکې (شنبې د زمري په ۱۲مه) د واټ ته‎څېرمه ځای پر ځای شوي ماین چاودنې په پایله کې ووژل شو.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي چې په دغې پېښه کې د زنده جان د ولسوال یو ورور او دوه ساتونکي هم وژل شوي دي.

ښاغلي فرهاد زیاته که چې دغه پېښه د زنده جان ولسوالۍ د تره‎خېلو په سیمه کې شوې ده. د هغه په وینا، په دغې پېښه کې د زنده‎ جان د ولسوال پنځه نور ساتونکي هم ټپيان شوي دي.

د هرات ځايي چارواکي وايي چې دغه ماین په تازه‎ګۍ د طالبانو له خوا عمومي لار کې خښ کړل شوی و، او د هغه موخه هم د زنده‎جان ولسوال و.

خو طالب ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د هرات - کندهار لویې لارې په اوږدو کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کې ۳۵ تنه ولسي وګړي ووژل شول.

شریک یي کړئ