Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هرات ولایتي شورا رئیس په دوه کاله بند محکوم شو

د هرات ولایت د ولایتي شورا رئیس کامران علیزایي له خپلو واکونو څخه د ناوړه ګټي اخستنې په تور له فساد سره د مبارزې د عدلیي او قضایي مرکز د لومړنۍ محکمې له لوری په سزا محکوم شو.

دغې محکمې کامران علیزایي د محکمې ناستي ته د نه حاضریدو سره سره د هغې په غیاب کې نن( د وري۷مه) په دوه کاله او شپږ میاشتي بند محکوم کړ.

پر نوموړی د څارنوالۍ په کارونو کې د لاس‎وهنې، د څارنوالانو سپکاوي، هرات ته د لوړپوړو چارواکو ورپېژندو سره مخالت تورونو وو.

د قضايي پلاوي رئیس، شېرآغا مُنیب حکم داسې بیان کړ:«له قانوني واکونو په تيري سره له واکونو استفادې له امله د د جزا قانون دوه سوه پنځه اتیایمې مادې دوهمې فقرې او د جزايې اجراتو دوه سوه نهمې مادې له مخې په دوه کاله او شپږ میاشتې تنفیذي بند غیابآ په بند محکوم کړ، دا حکم وروستی نه دی او د قناعت نشتوالي سره غایب موکل کولی شي د استیناف غوښتنه وکړي.»

څارنوال، فاروق علیم څرګندوي:«د امنیتی ساتونو لیری کولو سره او د وسله‎والو کسانو سره څارنوالۍ ته د ننه کېدو او څارنوالۍ ته د بدو الفاظو کارونه لکه کنزا او د بډو اخیستونکو په توګه یې یادول او له څارنوالۍ د یوه تورن کس ویستنه، چې دا ټولې د والي خبرې دي.»

د محکمې په ناسته کې د هرات ولایتي شورا رئیس، ښاغلي عليزايي مدافع وکیل حاضر وه چې پر نوموړي يې تورونه رد کړل.

د عليزايي مدافع وکیل، پرویز حقخوا وویل:«د څارنوالۍ تورونه د جزایې اجراآتو نولسمې مادې خلاف دي، د دوسیې د پاڼو خلاف او د ترسره شویو څېړنو خلاف دي.»

خو په پای کې محکمې د ښاغلي غلزايي په اړه خپل حکم صادر کړ.

دا په داسې حال کې ده چې د کامران غلزايي نه دنده ځنډول شوې ده او نه هم نیول شوی دی.

د حقوق‎پوهانو ټولنې مرستیال، ګل‎احمد مددزی وايي:«کله چې یو کس په جزا محکوم کېږي، دنده یې پای ته رسېږي او نیول کېږی.»
 
پر نوموړی د څارنوالۍ په کارونو کې د لاس‎وهنې، د څارنوالانو سپکاوي، هرات ته د لوړپوړو چارواکو ورپېژندو سره مخالت تورونو وو

شریک یي کړئ