Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هرات ولایتي شورا غړي: د هرات دوه ولسوالۍ له پرځېدو سره مخ دي

د هرات پر اوبې او شینډنډ ولسوالیو د طالب جنګیالیو د احتمالي بریدونو په تړاو اندېښنې.

د هرات د ولایتي شورا یو شمېر غړي ادعا کوي، یو شمېر امنیتي چارواکو ویلي، د دې ولایت دوه ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ دي.

د هرات ولایتي شورا غړی، غلام حبیب هاشمي څرګندوي:«‎د ملي امنیت رئیس هم اعتراف کړی دی چې دوې ولسوالۍ د نسکورېدو په حال کې دي، موږ په هرات ولایت کې پوځي شورا لرو او دا شورا باید چې پرېکړه وکړي دا چې دا ولسوالۍ له نسکورېدو وژغورل شي.»

په هرات کې مدني ټولنې فعال، سید اشرف سادات زیاتوي«موږ کله هم په هرات کې د امنیت ښه کېدو شاهد نه وو که امنیتي حالت له دې هم ډېر خراب شي نو ښایې چې په هرات کې ټاکنې ترسره نشي، موږ له امنیتي ځواکونو غواړو چې دا اندېښنه ورکه کړي.»

خو د هرات د پولیسو قومندان د شینډنډ او اوبې ولسوالیو سقوط رد کړ.

جنرال امرخېل دغه راز مني، د یادو ولسوالیو کلیو کې یو شمېر کوچنۍ او وړې ډلې فعالیتونه لري.

د هرات امنیه قومندان، امین الله امرخېل داسې وايي:«دا ګنګوسې چې وايي ولسوالۍ نسکورې کېږي، موږ یې ردوو، ما خپله لس ورځې د هرات په څو ولسوالیو کې سفر وکړ، جدي ستونزه نشته.»‎

یاده دې وي، شینډنډ او اوبې د هرات له ناامنیو ولسوالیو څخه شمېرل کېږي او کله ناکله دلته طالبان نظامي فعالیتونه کوي.

شریک یي کړئ