Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هرات ځوانان: د سولې خبرې دې ټول‎شموله وي

قطر کې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو پنځم دور سره هم مهاله په هرات ولای کې یو شمېر ځوانان دوشنبې( د کب په ۱۳مه نېټه) د سولې خبرو په ملاتړ ناسته ترسره کړه.

دغه ځوانان وايي د سولې له خبرو ملاتړ کوي، خو باید چې به دې بهیر کې حکومت، ګوندونه، ښځې او ځوانان ټول شامل ووسي.

د هرات ولایت د محصلانو شورا مسوول، غلام سخي هرویان وايي:«موږ غواړو افغانان، څه طالبان، د حکومت استازي او سیاسون درې واړه لوري د سولې په خبرو کې شامل ووسي. داسې نه چې بهرنیان پر موږ وتپل شي. »

دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال قطر کې د حکومت له استازو پرته د طالبانو او امریکا متحدهایالاتو ترمنځ د سولې خبرو پنځم دور دوام لري.

د هرات ځوانان وايي د بهرنیو لخوا ورباندې تپل شوې سوله نه مني او باید چې د خلکو ونډه په دې بهیر کې ډېره وي.

د هرات اوسېدونکی، شهراب شهابي څرګندوي:«د شطرنج مرۍ طالبان او افغان ځواکونه وو چې د رهبرانو لخوا وکارول شول، او زموږ ملت قتل عام شو. زموږ غوښتنه له حکومت نه دا ده چې نور دې د افغانستان ملت ورانۍ خواته نه وړي.»

د ناستې ګډون کوونکې، قدریه واحدي زیاتوي:«د مېرمنو هڅه هم همدا ده کله چې دوی(امریکا او طالبان) ناسته کوي، پایله دې یې داسې نه وي چې مېرمنې دې بیا کور کې کېني. زما په آند کله چې د سولې ناستې کېږي، خویندې او وروڼه دې څنګ ترڅنګ ووسي.»

تېره میاشت مسکو کې د افغان سیاستوالو او طالبانو ترمنځ ناستې باندې ډېرې نیوکې وشوې، خو د هرات ځوان هر هغه خوځښت چې د سولې راوستو لامل کېږي د ملت او حکومت په ګټه بولي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال قطر کې د حکومت له استازو پرته د طالبانو او امریکا متحدهایالاتو ترمنځ د سولې خبرو پنځم دور دوام لري

شریک یي کړئ