Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د خبریالانو په موزیم کې د تېر کال وژل شویو خبریالانو په یاد مراسم

د افغانستان په ګډون د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د یوویشتو خبریالانو په یاد مراسم د امریکا د خبریالانو په موزیم کې مراسم ترسره شول.

رپوټونه ښيي چې تېره کال په ټوله نړۍ کې ۵۴ خبریالان ووژل او د ټولو وژل شویو خبریالانو په استازیتوب د یوویشتو خبریالانو په یاد مراسم ترسره شول.

په دغو مراسمو کې د طلوع نیوز د تصویراخیستونکي یارمحمد توخي په ګډون چې د تېر کال د غوايي په میاشت کې له اتو نورو خبریالانو سره په کابل کې ووژل شو شته، د دغو خبریالانو د کارونو او هڅو ستاینه وشوه.

د آزادې اروپا د راډیو سرپرست ډیزي سندلر وویل:«دا ټول په یوه ورځ هغه مهال ووژل شول چې د ۲۰۱۸ کال په اپریل میاشت کې د یوه ځانمرګي برید په اړه یې د رپوټ د برابرولو پر مهال دوهمه چاودنه وشوه.»

که څه هم افغانستان تېر کال د خبریالانو لپاره تر ټولو مرګونی هېواد بلل شوی و سږ کال هم له رسنیو د ملاتړ بنسټونه په هېواد کې د خبریالانو په وړاندې ګواښونه جدي ګڼي.

لکه څرنګه چې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي کابو څلوېښت پېښې ثبت شوي چې په درېیو کې د دندې پرمهال خبریالان وژل شوي دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې غړې وحیده فیضي وايي:«تېره کال موږ کابو ۹۰ پېښې لرلې او اوس هم کابو څلوېښت پېښې لرو، د تېر کال په پرتله کموالی راغلی.»

خبریاله زهرا ستوده هم څرګندوي:«هغه څه چې تراوسه هم زموږ لپاره د یوې اندېښې په توګه شتون لري، د کاري امنیت نشتون، د خبریالۍ امنیت نشتون او اطلاعاتو ته نه لاسرسۍ دی.»

تېر کال همداراز د طلوع نیوز خبریال صمیم فرامرز او تصویراخستونکی رامز احمدي د کابل په لوېدیځ کې په چاودنه کې ووژل شول.

شریک یي کړئ