Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هلمند سولې کاروان د مزارشریف دروازې ته ورسېد

هلمند سولې کاروان چې کابو پنځه ویشت ورځې مخکې یې خپل سفر له کابل څخه پلی پیل کړی وه، نن(چهارشنبې د وږي۲۱مه) د بلخ ولایت مزارشریف ښار دروازې ته ورسېده.

دوی د جګړې له ښکېلو غاړو غواړي چې جګړو ته د پای ټکی کېږدي او له خلکو هم غوښتنه لري تر څو د سولې تامین لپاره هېواد کې سره همغږي شي.

د دې کاروان ویاند، بسم الله وطندوست څرګندوي:«ما له هر قوم، تاجک، پښتون، هزاره، ایماق او ازبک څخه یوو، له کابله مو حرکت کړی دی، تر څو ښکاره کړو چې افغان یو ملت دی او سوله غواړي.‎»

حفیظ الله د یوولسم ټولګي زده کوونکی دی او له لوګر ولایت څخه راغلی. دی وايي:«تل جګړه شته، موږ پر خلکو غږ کوو چې پورته شئ خلکو تر څو به جګړه وي.»

د سولې کاروان د فرهنګي کمېټې مسوؤل، عبدالمالک څرګندوي چې د خلکو مهمه غوښتنه سوله ده.

دی وړاندې وايي:«په جګړه کې ملکي کسان زیان ویني، له جګړې ستړي شوي دي باید چې سوله تامین شي.»

حبیب الله هم د بلخ ولایت چمتال ولسوالۍ دی او هغه د کوچنۍ اختر په دوهمه ورځ د میدان وردګو ولایت کې د سولې کاروان سره یوځای شوی دی.

دی وايي چې د سولې کاروان د هر ډول ګواښونو او فشارونو ته ولاړ دی او خپل خوځښت ته دوام ورکوي.

ټاکل شوې ده چې دا د سولې ۴۵کسیزه کاروان د اسلام څلورم خلیفه زیارت کې ناسته ولري او له خلکو څخه غوښتنه وکړي تر څو سولې کاران ملتیا وکړي.

د سولې کاروان غړي د جګړې له ښکېلو غاړو غواړي چې جګړو ته د پای ټکی کېږدي او له خلکو هم غوښتنه لري تر څو د سولې تامین لپاره هېواد کې سره همغږي شي.

شریک یي کړئ