Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هلمند سولې کاروان ملاتړ خوست ته وغځېده

په خوست کې د هلمند ولایت د سولې غوښتنې کاروان بهیر ملاتړ په موخه د قربانیانو یو شمېر کورنیو او معلولانو له دې کاروان څخه د ملاتړ پر دوام د اعتراض خیمه ودروله.

دوی وایي چې، طالبان باید د هېوادوالو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي.

دوی همداراز زیاتوي چې د هلمند د سولې کاروان غوښتنې پر حقه دي او دا غوښتنې د ټولو افغانانو غوښتنې رانغاړي. 

یو تن اعتراض کوونکی، ګل‎محمد وايي:«زه طالبانو ته وایم که ځواک غواړي نو د سیاسي لارې ته یې وغواړي، که کومه موخه لرئ نو باید د سولې له لارې یې لاسته راوړئ.»

دغه خوستي پرلت‎وال له طالبانو غوښتنې لري.

پرلټ‎وال، شاه‎ولي زیاتوي:«طالبان باید پوه شي چې د جګړې له لارې څه نشي ترلاسه کولئ، ځکه چې تېرو څلویښتو کلونو کې جګړې د افغانستان خلکو قربانیو پرته کومه بله پایله نه درلوده او دا خیمه د عدالت لپاره ده.»

بل تن، دوست‎محمد اخندزاده څرګندوي:«زه له طالبانو وروڼو غواړم چې د خلکو غوښتنې ومني او اوربند وکړي. او له دولت هم غواړم چې هېواد کې سوله تامین کړي او موږ څوکۍ او ځواک نه غواړو، یوازې د سولې تږي یوو.»

د خوست تحصن کوونکي له طالبانو غواړي چې د سولې او خبرو له لارې خپلې غوښتنې ترلاسه کړي.

په همدې حال کې د ختیځو ولایتونو د ځوانانو، قومي مشرانو مېرمنو هم نن(یک‎شنبې د وري۱۹مه) د هلمند سولې غوښتنې کاروان په ملاتړ خېمه ولګوله چې تر نامالومې مودې به دوام کوي او پکې به د جګړې له ښکیلو غاړو د سولې غږ کېږي.

په جلال اباد ښار کې د دې اعتراض ګډونوال چې شېرزي لوبغالي کې سره راټول شوي، شمېر یې ۲۰۰ کسانو ته رسیږي، دوی وايي، د پاکستان په ګډون یو شمېر ګاوڼدي هېوادونه په ښکاره د روانې جګړې ترشاه دي او د وسله والو طالبانو په ګډون باید ټولې جنګي ډلې له افغان حکومت سره سولې ته کیني.

په دې خېمه کې یو شمېر ناستې ښځینه د سولې لپاره اوښکې تویوي، ځکه وايي، روانې جګړې همدا ډول ډېرې مېرمنې کونډې کړي، بې وروره کړي او بې پلاره کړي دي.

ې هغې غاړې د پاکستاني حکومت پر ضد د پښتنو د روان غورځنګ ملاتړ هم کېږي او پاکستان د ترهګرۍ اصلي ځاله ګڼل کېږي.

peace campaign. 

The protestors in Nangarhar said that both sides involved in the war must end the war and operations and air strikes that cause civilian casualties must be stopped. They also called for Pakistan to be black-listed. 

This comes four days after some residents and tribal elders from Herat, Farah and Paktia provinces also established sit-in camps to support Helmand’s peace campaign.

A new sit-in camp was also established in Gereshk district on Thursday.

The Lashkargah protestors, including women, have vowed to continue their demonstration until their demands for a ceasefire by both the Taliban and government have been met.

On Monday this week, a second group of activists embarked on a sit-in in Nawa district in support of the peace campaign. 

The Lashkargah sit-in was sparked by the deadly car bombing, two weeks ago, outside a stadium in the city following a wrestling match.

اعتراض کوونکي ټینګار کوي چې، وسله وال طالبان باید د سولې او خبرو له لارې خپلې غوښتنې ترلاسه کړي

شریک یي کړئ