Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هلمند ولسي پرلت غوښتنو ته د طالبانو مشروط ځواب

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په یوه غږیز پیغام کي وايي چې د طالبانو مشرتابه د ولسي پرلت غوښتنو ته لبیک ویلی، خو په دې شرط چې لومړی باید افغان حکومت اوربند اعلان کړي او وروسته بهرني ځواکونه د هلمند له ښوراب، او د کندهار د هوايي ډګر له پوځي اډو ووځي.

په ورته وخت کې د ولسي حرکت د سولې کاروان غړو له حکومت سره د اوربند په اړه خبري پیل کړي دي.

د پرلت یو غړی قیس هاشمي وايي:«موږ له دواړو لورو غواړو چې جګړه پای ته ورسوي، له دواړو لورو سوله غواړو، موږ خبر شو چې حکومت نوي عملیات پیل کړي، زموږ استازو نن له حکومت سره هم خبرې وکړې او غواړی پوه شي چې دولت موږ ته څه وايي. ایا دولت سولې ته غاړه اېږدي که نه.»

د طالبانو دغه ویاند یو ځل بیا افغان حکومت لاسپوڅی بولي او له هغه سره د طالبانو خبرې ردوي.

له بلخوا د هلمند د سولې کاروان یو شمېر غړي د طالبانو د دې ځواب هرکلی کوي.

اعتراض کوونکې خیال بي بي په دې اړه وویل:«د خدای په پار باید سوله وکړئ ترڅو اسلام پر ځای پاتې شي او جګړه ختمه شي. موږ د همدې لپاره دلته راغلي یوو.»

دغه اعتراض کوونکي له افغان حکومت څخه هم غوښتنه کوي ترڅو په هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره له دوی سره مرسته وکړي.

بله اعتراض کوونکې بي بي نوریه هم څرګنده وي:«افغانستان له کنډو او یتیمانو ډک شوی. هیله لرو چې په افغانستان کې سوله راشي.»

 د جمعي په ماښام په لښکرګاه ښار کې د یوه ورزشي لوبغالي مخې ته د موټر بم چاودنې له امله ۱۶ کسان ووژل شوه او ۵۵ تنه نور ټپیان شول.

چې له چاودني یوه ورځ وروسته ځوانانو، مدني فعالانو او د ښځو د حقونو فعالانو د موټر بم چاودني په سیمه کي د پرلت خیمه ودروله.

اعتراض کوونکي طالبان سولې ته رابولي او وايي چمتو دي چې د سولې د پیغام رسولو په موخه د طالبانو تر مشرانو ورشي.

شریک یي کړئ