د هلمند لایت په مرکز لشکرګاه ښار کې د موټر بم چاودنې له کبله ۱۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او پنځوس تنه نور ټپیان دي.
د والي ویاند، عمر ځواک وايي چې دا پېښه د یه موټر بم چاودنې له کبله رامنځته شوې ده.
ده زیاتوي چې پېښه د «ایوب خان» لوبغالي ته څېرمه (جمعه ماښام د کب۳مه) شوې ده.
شاهدان وايي چې د پېښې تر ډېره قربانیان د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي کسان دي.
د پېښې مسوؤلیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
ولسمشرۍ ماڼۍ هم د خبرپاڼې په خپرولو سره دا برید غندلی دی.
خبرپاڼه کې راغلي دي:« ترهګر به په خپلو دغه راز جنایتکارانه بریدونو هیڅکله ونشي کولای چې زموږ د ولس د دیني، مذهبي مراسمو او د فرهنګي او دودیزو مناسبتونو د نمانځنې مخه ونیسي.»