Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هند سفیر: افغانستان کې د اوسنۍ ترهګرۍ ولې له دغه هېواده بهر دي

کابل کې د هند سفیر ویني کُمار  د ملي پوځ معلولو سرتېرو ته د سلو ویلچیر د مرستې پر مهال څرګنده کړه چې په افغانستان کې د اوسنۍ ترهګرۍ ولې له هېواده بهر دي.

ښاغلی کُمار همدارنګه وايي چې افغان امنیتي ځواکونه نه یوازې د خپلو خلکو بلکې د بشریت په استازیتوب د ترهګرۍ په وړاندې جنګېږي.

په کابل کې د هند سفیر ویني کُمار په دې اړه څرګنده کړه:« د افغانستان ملي اردو په یقین سره چې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ لپاره د هغو ترهګرو پرخلاف جنګېږي چې له افغانستانه بهر سرچینه اخلي، نو هغه څه چې د افغانستان پوځ یې ترسره کوي نه یوازې افغانانو ته خدمت دی بلکې ټول بشریت ته خدمت دی ځکه ترهګري پر موږ ټولو اغېزه کوي.»

دغه لوړپوړی هندي ډیپلوماټ همداراز له افغانستان سره د نوموړي هېواد د پوځي مرستو خبره کوي.

ښاغلی کُمار زیاتوي:«موږ تراوسه د افغانستان د ملي پوځ ۱۵۰۰ افسران او ۴ زره او ۸۱۸ سرتېري، د اردو ډاکتران او روغتیايي کارکوونکي د هند په روزنیزو مرکزونو کې روزلي دي.»

بلخوا ملي دفاع وزارت ته نوماند وزیر په دغو مراسمو کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د هند د مرستو په ستایلو سره وايي د افغانستان یو شمېر ګاونډي هېوادونه زموږ دوستان دي په داسې حال کې چې ځینې نور ګاونډیان بیا افغانستان ته ترهګري رالېږي.

د ملي دفاع وزارت نوماند وزیر اسدالله خالد څرګنده کړه:«دا په داسې حال کې ده چې د ځینو ګاونډیو څخه موږ ته ترهګري، راکټ، مرمۍ او بالاخره زموږ ځوانانو ته شهادت او معلولیت راځي، او زموږ ځينې نور دوستان له هندوستان، برعکس یې، سترې ودانیزې او اقتصادي پروژې چې د اوبو له بنده نیولې او د پارلمان تر ودانۍ پورې زموږ خلکو ته جوړوي او خپلې پیسې دلته لګوي.»

هند تراوسه له افغانستان سره د څلورو جنګي چورلکو مرسته کړې او ژمنه یې کړې چې ډېر زر به دې هېواد ته د څلورو نورو چورلکو د سپارلو بهیر پیل کړي.

نوي ډیلي ددې ترڅنګ څه د پاسه دوه میلیارد ډالر د افغانستان په بیارغونه کې لګولي دي. 

کابل کې د هند سفیر ویني کُمار همدارنګه وايي چې افغان امنیتي ځواکونه نه یوازې د خپلو خلکو بلکې د بشریت په استازیتوب د ترهګرۍ په وړاندې جنګېږي.

شریک یي کړئ