Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد دیني عالمانو فتوا وړاندیز شویو مواردو د ولسمشر هرکلی

ولسمشر غني د کابو دوه زره د یني عالمانو فتوا په اړه چې د هېواد جګړه په کې حرامه بلل شوې ده، وايي حکومت یې وړاندیز شویو مواردو ملاتړ کوي.

ده په یوه ټلویزیوني پیغام کې پر دې عالمانو ځانمرګی برید په سختو ټکو غندلی دی او یو ځل بیا یې له طالبانو غوښتنه کړې ده چې له جګړې لاس واخلي او د سولې بهیر سره یوځای شي.

ده ویلي دي:«د بین‎الافغاني لارو څخه د سولې لار غوره کړئ او د هېواد بربادۍ پر ځای په آبادۍ کې یې ونډه واخلئ.»

ښاغلي غني په دې اړه وویل:«د هېواد اوسنیو اساسو شرایطو کې د روژې مبارکه میاشت کې زموږ علماو ډېر اساس کار وکړ چې زه د حکومت او افغانستان خلکو په  استازې‎توب له اخلاص او د زړه له کومې یې درناوی کوم.»

ده وړاندې وویل:«د اوسني نامشروع او تحملي جګړې ته په کتو او د افغانستان اوسني حالت سره د هېواد ګوډ کوډ څخه دیني عالمان سره راټول شوي دي تر څو د اسلامي ارشاداتو په رڼا کې جامع او متفقه فتوا صادره کړي او د دې فتوا له مخې افغانستان کې اوسنۍ روانه جګړه مطلق ناروا د ه، ځکه چې چاودنې، انتحار، تاوتریخوالی او افراطیت اسلام کې شرعي اساس نلري.»

په همدې حال کې طالبانو که څه هم د علماو پر غونډی د پروني برید مسوولیت نه دی منلی، خو دا غونډه یې کاملا نمایشي او امریکايي بللې ده.

طالبانو په خپله اعلامیه کې ویلي، دا ډول ناستې د امریکا په فرمایش جوړېږي.

فغانستان کې د روانې جګړې او تاوتریخوالیو په اړه تېره ورځ (دوشنبې د غبرګولي۱۴مه) کابو دوه زره دیني عالمان سره راټول شوي وو او په دې اړه یې ګډه فتوا صادره کړه.

د دغو دیني عالمانو د فتوا په یوه برخه کې راغلي چې د افغانستان جګړه د اسلامي احکامو له مخې ناجایزه او ناروا ده او هیڅ شرعي دلیل نلري.

په یاده ناسته کې هېواد کې جګړه او همداراز ځانمرګي او ترهګریز بریدونه د اسلام او شریعت له اړه وڅېړل شول، خو پر یو شمېر ګډون کوونکو له ناستې بهیر ځانمرګی برید وشو.

په دې برید کې ۱۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او ۷ تنه نور ټپیان شول چې په کې دیني عالمان هم شامل وو.

ښاغلي غني ټولو دولتي بنسټونو ته سپارښتنه کړې ده چې د دې فتوا وړاندیزونو پلې کولو په موخه راتلونکې کې عملي ګامونه پورته کړي

شریک یي کړئ