د هېواد د فوټبال ملي لوبغاړي د یکشنبې پر سهار (د وږي په ۱۷مه) د ۲۰۲۲ نړیوال جام او ۲۰۲۳ز کال د اسیا ملتونو جام په غوراوي سیالیو کې د بنګلهدېش په وړاندې د لوبې لپاره د تاجکستان دوشنبې ښار ته ورسېدل.
د بنګهدېش ملي لوبډله له یوې اوونۍ راهیسې په تاجکستان دې دي، هره ورځ خپل تمرینونه کوي او هیله لري چې له افغانستانه لوبه وګټي.
د سېشنبې پر ماښام، د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د نړیوال جام غوراوي سیالیو کې د بنګلهدېش کوربه ده.
د پنجنشبې پر شپهو د هېواد ملي لوبغاړو د دغو سیالیو په خپله لومړنۍ لوبه کې د قطر په وړاندې ۰-۶ ماتې وخوړه.
افغانستان په ۲۰۱۵ز کال کې د سوېلي اسیا په سیالیو کې د پیټرشګرد په لارښونې سره بنګلهدېش ته ۰-۴ ماتې ورکړه.
د هېواد د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۲ز کال د قطر نړیوال جام او ۲۰۲۳ز کال د اسیا ملتونو غوراوي سیالیو کې په پنځمه ډله کې د قطر، عمان، هند او بنګلهدېش سره هم ډلې ده.