د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز وايي چې د هېواد په ټولو بندخونو کې ۲۰ سلنه بندیان په نشهيي توکو روږدي دي.
د عامې روغتیا وزیر زیاتوي چې د هر سلو بندیانو له ډلې چې په بندخونو کې معاینه شوي دي د هغوی شپته تنه په نشهيي توکو روږدي دي.
ښاغلي فېروز څرګنده کړه:«په هغې معاینه کې چې موږ یې ترسره کو،، له سلو کابو شپته یې په یو ډول چرس استفاده کوي او یا هم تابلېټ «ک» او یا هم نشهيي توکي. کله چې دوی زندان ته راځي مواد ورته نه رسېږي... وروسته بیا په ځان وژنې او یا هم د بل چا په وژنې لاس پورې کوي.»
د عامې روغتیا وزیر دا څرګندونې نن یکشنبې (د چنګاښ په ۱۶مه)د څرخي پله په زندان کې په نشهيي توکو د روږدو کسانو د درملنې شل بستریز مرکز پرانیستو پر مهال وکړې.
ښاغلی فېروز همداراز وايي په دغه زندان کې ۱۲۰۰ تنه مخکې له دې چې بندیان شي په نشهيي توکو روږدي وو.
د څرخي پله زندان ته د نشهيي توکو وړل اسانه کار نه دی خو ځینې سرچینې وايي په زندان کې روږدي کسان په اسانۍ سره نشهيي توکي ترلاسه کوي.
د طلوع نیوز خبریال ګلابالدین خبار چې د دغه رپوټ د چمتو کولو لپاره د څرخي پله زندان ته تللی و وايي کله چې مې وغوښتل له روږدو کسانو څخه نشهيي توکو ته د لاسرسي په اړه پوښتنې وکړو پولیسو مې مخه ونیوله.
اوس دا پوښتنه مطرح کېږي چې څوک دغه ځاي ته نشه اي توکي وروړي.
د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي یو شمېر کسان یې زندان ته د نشهيي توکو په لېږد کې د همکارۍ او په دندو کې د ناغېړۍ له امله نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت د محبسونو او توقیف خونو عمومي رییس عبدالعلیم کوهستاني څرګنده کړه:«د بندیانو پایوازان - او که زموږ له منسوبینو هم وو څارنوالۍ ته سپارل شوي او حتا په خپله په زندان کې دي.»
د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې افغانستان څه د پاسه درې مېلیونه په نشه رودي کسان لري چې هر کال یې شمېر لس سلنه زیاتېږي.
اخوا د عامې روغتیا وزیر د نشهيي توکو په وړاندې د مبارزې د ناکامۍ خبره کوي او په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او د نشهيي توکو د تولید پر قانوني کېدو ټینګار لري.